دافغانستان په کليوکې ډېری خلک د باغدارۍ له لارې خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کوي. دا کاريولړ خواريو ته اړتيالري چې يوه يې هم د ونو دواپاشي ده. دواپاشي د وني اوميوې چينجن کېدل ، ګونځي کيدل، توييدل اوداسي نورو ناروغيو مخينوي کوي. دا چې څه وخت بايدد مڼو ونې دواپاشي شي، دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالي او سيدو نکي شيراغا وايي: "يوځل دحوت په مياشت کې مخکې له د ې چې ونې ګلان وکړي، لايم سلفر پرې شيندو، بل دګل په مهال، دګل نه وروسته او بيا چي کله غوره شي." دا چې دواپاشي څرنګه ترسره شي، دوردګو ولايت د چک ولسوالۍ يوتن اوسيد ونکي ، محمدامان وايي : "دسهارله مخې په معتدله هوا کې، چي باد ا وباران نه و ي ، دواپاشي کوو اوله لوړو څانګو دواپاشي پيل کوو.  | | | د دوا پاشۍ په مهال دې له ځانګړو جامو،چشمو، ماسک اودستکشو ګټه واخيستل شي. |
ددواپاشي وسايل تر استعمال وروسته ښه پرې مينځو اواضافي پوډر اووسايل ترخاورو لاندې ښخوو چې چاته زيان ونه رسوي." دکرنې اوباغداري دڅانګې کارپوه هدايت الله عمرخيل وايي: "بايد زياته دواپاشي و نشي او له کارپوهانو سره پدې برخه کې مشوري وشي. داچې دا دواوې يوډول زهرجن کيمياوي موادلري، ددوا پاشۍ په مهال دې له ځانګړو جا مو، دستکشو، چشمو او ماسک نه ګټه واخيستل شي. " |