په افغانستان کې ډيری فرهنګي ټولنې، موسسات او نورې ادارې د هر سن او ذوق لپاره کتابونه او مجلې چاپوي چې خلک ډير څه ورنه زده کولای شي. خو لا اوس هم په ځينو کليوالو سيمو کې يو شمير خلک د کتاب او مجلو له لوستلو سره دومره مينه نه لری او په کورونو کې يې نه ساتي. دغزني ولايت د مقر ولسوالۍ اوسيدونکی ،عبدالله خان، وايي: "د ماشومانود مکتب کتابونه بس دي ، دنورو کتابونو د موجوديت اړتيا نه وينم. " خو يوې نجلۍ،خاطرې، وويل چې وروربه يې کورته کتابونه راوړل او دې به يې توري جنګول، اوس خط ويلای شي. په کورونو کې د کتابونو موجوديت ځينو بيسواده خلکو ته هم ګټه رسولې ، د فيض الله په نوم يو بزګر ،چې دشاتودمچيو سره يې مينه وه، وايي:  | | | په کورونوکې دکتابونو شتوالی سړی له بې ځايه مصروفيت څخه ژغوري. |
"دشاتودمچيوپه هکله مې يو کتاب پيدا کړ او دعکسونوله مخې مې ترې ډېر څه زده کړل،اوس ديرش صندوقه مچۍ لرم. " په کورونو کې د کتابونو د نورو ګټو په اړه د سردارولي په نوم يو کليوال وايي: " په کور کې ٥٠_٦٠ جلده بېلابېل کتابونه لرم، د کلي ځوانان د قطعه بازۍ او کرمبورد په ځای همداکتابونه مطالعه کوي." |