BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 03:39 گرينويچ 2009 ,27 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: فرهنګي ټولنې

فرهنګي ټولنې
دفرهنګي ټولنو جوړول ځوانانو ته د پوهې د حاصلولوترڅنګ يوښه مصروفيت هم دی.
د افغانستان په زياترو کليوالو سيمو کې ډيری ځوانان بيکاره وي او کوم سالم مصرو فيت نه لري .

د پروان د بګرام د ولسوالی يو سپين ږيری عبدالمالک وايي: " زموږ دکلي لسګونه ځوانان خپل وخت د سپيو او مړزانو په جنګولو تيروي."

په ښارونو کې د ځوانانو لپاره له پخوانه سالم مصروفيتونه شته چې زياتره يې سپورتي کلپونو، کتابخانو او پارکونو ته ځی.

خو په دې وروستيو څو کلونو کې د افغانستان په ځينو کليوالو سيمو کې هم يو شمېر فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي.

داټولنې د ځوانانو لپاره د پوهې د حاصلولو تر څنګ يو ښه مصروفيت هم دی. د کابل د قره باغ ولسوالۍ دفرهنګي ټولنې مشر معراج الدين منظور وايي:

"دا ادبي او فرهنګي ټولنه تر ٦٥ پوري دا يمي غړي لري چې د کابل اوو ولسوا ليوڅخه ځوانان په کې ونډه لري.

يوه کوچينۍ کتابخانه هم لروچې تر دوو سوو بېلابېل کتابونه پکې شته چې دټولنې ګډون وال ترې ګټه اخيستلی شي."

په دې ادبي ټولنه کې پنځه تنه نجونې دټولنې دهمېشنيوغړوپه توګه ونډه لري. دټولنې يوه برخه واله دنيا ناهيد وايي:

 فرهنګي ټولنه
دکابل دقره باغ فرهنګي ټولنه ٦٥ دا يمي غړي اويوکوچنی کتابتون هم لري.

" موږ دلته شعر، لنډه کيسه او ادبي طرحې نقد ته وړاندي کوو، د غونډې برخه وال بحث پرې کوي او موږ ډير څه ترې زده کړي دي. "

د کابل د فرزې د ولسوالۍ يو ځوان قدرت الله وايي :

" د فرهنګي ټولنوجوړول د ځوانانو د پوهاوي کچه لوړوي او د مختلفو سيمو دځوانانو راټولېدل د اتحاد او اتفاق يوه لويه نښه ده ."

واورې اوکوڅېدابادۍ غږ
واورې اوکوڅې
دانسان قاچاقدابادۍ غږ
دانسان قاچاق
ژمنۍ رخصتي دابادۍ غږ
ژمنۍ رخصتي
ژمي اوڅارويدابادۍ غږ
ژمي اوڅاروي
دچرګانوفارمدآبادۍ غږ
دچرګانوفارم
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>