BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:47 گرينويچ 2009 ,10 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: دانسان قاچاق

دانسان قاچاق

هرکال له افغانستان څخه زيات شمېرځوانان په غير قانوني توګه بهرنيو هيوادونو ته ځې خودقيقه شميره يې نه ده معلومه.

د کابل په لوېديځه اډه کې د ٣٠٣ بس يو چلوونکی ظاهر شيرزی وايې :

"له دې اډې څخه هره ورځ له ٥٠٠ نيولي ان تر ١٠٠٠ پورې ځوانان بهرنيو هيوادونوته په غيرقانوني توګه دسفرپه نيت ځي.))

دا ډول کسان د قاچاق وړونکو په مټ او د ډيرو پيسو په لګښت تر پولو اوړي، خو ډيری وخت خپلې موخې( هدف ) ته نه رسيږي.

د باميانو ولايت يو اوسيدونکې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي:

" ټولي پيسې قاچاقبر راڅخه يووړې، زه پوليسو ونيولم، دومره پيسې نه لرم چې تر کوره ځان ورسوم. اوس سوال کوم چې دلارې کرايه پيدا کړم."

د غزني د مقرد ولسوالۍ يو اوسيدونکی چې د نوم له ښوولو يې ډډه کوله او پخوا يې پخپله انساني قاچاق کاوه وايي:

" مساپر د لارو په اوږدو کې قاچاق وړونکې يو په بل پلوري، نه يې د خوړوبندوبست شته او نه هم د څښاک.

دانسان قاچاق
زيات کسان د قاچاق وړونکو په مټ تر پولو اوړي، خو ډيری وخت خپل هدف ته نه رسيږي.

زيات شمېر يې دلارې په اوږدوکې يا له تندې مری ، يا له غرونو او کړنګونو غورځي او ددې ترڅنګ قاچاق وړونکي په دوی باندې دترياکوقاچاق هم کوي."

نوموړی زياتوي : " واړه هلکان تر هغه مهاله د قاچاق وړونکو په ولکه کې وي چې نور ملګري يې پيسې ورته راوړي.

ما پخپله يو داسي ځوان وليد چې اووه کاله دقاچاق وړونکو په يوه هوتل کې پاتې و او جنسي تيری ورباندې هم کيده."

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>