BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:22 گرينويچ 2009 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: واورې اوکوڅې

 واورې اودلارو بندېدل

په ژمي کې دافغانستان په ډيروسيموکي واوري اوري اودلاروکوڅودبندېدوله کبله په کليوکې خلک له راز راز ستونزو سره مخ کيږي .

کله کله دلاروبندېدل دلويو پيښو لکه ديوه ناروغ مړينه ، يخ وهلو ، اوهم دلويدلو له امله دلاس اوپښي ماتيدلو لامل هم ګرځي .

لارې او کوڅی خلک په بيلابېلو ډولونو پاکوي. دميدان وردګو ولايت د دايمرداد ولسوالۍ د دورانيو دکلي ا وسيدونکي غلام محمود وايي :

" زمو نږ په کلي کي هرڅوک دخپل کور مخه اوکوڅه په خپله پاکوي چې جومات ، ګودر بمبې ، اويا دوکان ته لارپيدا شي. "

دخوست ولايت ددرګۍ ولسوالي يو تن اوسيدونکي جمال تڼی بياوايي : " زمونږ دکلي مشران په زلميانوغږ کوي چې دکلي لاري اوکوڅي پاکې کړي."

د دايکندي ولايت دشهرستان ولسوالۍ يوتن اوسيدونکي انجينر عارف وايي:

واورې اودلارو بندېدل
د ناوړو پېښو د مخنيوی لپاره په ژمي کې بايد خپلې لارې او کوڅې له واورو پاکې وساتو.

" مونږ په کلي انکشافي شورا لرو ، دکلي او کورپه کچه دلارو اوکوڅو پاکول دهمدې شورا دنده ده چې پلان ورته جوړ او عملي يې کړي."

دوردګو دسيدآباد ولسوالي دشنيز ددرې يوتن اوسيدونکي الله محمد وايي : " کله چې واورې ډېرې زياتې شي ، دعمومي اشر له مخې لارې پرانيزو."

دافغانستان دعلومو اکاډمي داسلامي علومو دمرکز يوغړي سيد حبيب شاکر بيا په ټولنيزوکارونو کې ونډه اخيستل دعبادت يوه برخه بولي.

دانسان قاچاقدابادۍ غږ
دانسان قاچاق
ژمنۍ رخصتي دابادۍ غږ
ژمنۍ رخصتي
ژمي اوڅارويدابادۍ غږ
ژمي اوڅاروي
دچرګانوفارمدآبادۍ غږ
دچرګانوفارم
طبيعي ډنډد آبادۍ غږ
طبيعي ډنډونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>