BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:56 گرينويچ 2008 ,24 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: طبيعي ډنډونه

طبيعي ډنډ
طبيعي ډنډونه د وچکالۍ په کموالي او د چا پير يال په ساتنه کې ستر رول لري.
د افغانستان په زياتروسيموکې طبيعي ډنډونه شته ، خوپه نمناکو ځمکواو هغو ځا يو نوکې ډېروي چې ګڼ واښه اوبوټي ولري.

زموږ دهېواد ځينې طبيعي ډنډونه د جنګ جګړو او پرله پسې وچکالۍ له امله خراب اويا هم دځايي خلکو له خوا نيول شوي دي.

د ننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ شين ډنډ هم يو له دغو ډنډونو څخه دی. ددې سيمې يو اوسېدنکی حاجي محمداجان وايي:

”دغه ځای دشين ډنډ په نامه يادېده، شا وخوايې سمسوره وه، رنګارنګ مرغان او کبان پکې وو.

دې سيمې ډېره ښه فضا درلوده. له بېلابيلو ولايتونو نه خلک راغلل اوهلته يې دکانونه آبادکړل او اوس هغه طبيعي ښکلا نه ده پکې پاتې. “

د ننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالۍ دکچړي اوسېدونکو بيا دخپلې سيمې طبيعي ډنډ ساتلی دی.

ددې سيمې يو اوسېدونکی ستار خان وايي: ”د جګړو پر مهال ډېری وګړي مهاجرشوي وو. ځينو خلکو غوښتل چې د ډنډ ځمکې ابادې کړي، خوکليوالو له دې کاره منع کړل.

نوموړی زياتوي" وروسته د وچکالۍ له کبله دډنډ اوبه کمې شوې او سمسورتيا يې ورو، ورو له منځه ولاړه.

طبيعي ډنډ
طبيعي ډنډونه زياتره په نمناکوځمکو او د ګڼو واښو لرونکو ځايونوکې وي.

بيا خلک راټول شول او پرېکړه يې وکړه چې په نوبت به ډنډ ته اوبه ور پرېږدي. اوس نوموړی ډنډبياسمسور شوی دی."

د دې ډول ډنډونو د تصرف په اړه د چاپيريال ساتني د ملي ادارې دطبيعي ميراثونو مسئول سيد سليمان شاه سالاري وايي:

”طبيعي ډنډونه د وچکالۍ په کموالي او دچاپيريال په ساتنه کې ستر رول لري.خلک بايد د ډنډونو په ساتنه کې ونډه واخلي

که څوک طبيعي ډنډونه خپلوی، دولت دا پرېکړه کړې چې قانوني سزا به ورکوي“.

نجونې چې درس واييد ابادۍ غږ
نجوني او کورنۍ زده کړې
يو ماشوم چې بوټي وهيد ابادۍ غږ
بوټي او ماينونه
مرخېړيد ابادۍ غږ
دفارمي مرخېړيو جوړول
د مڼو زېرمه کول د ابادۍ غږ
د مڼو زېرمه کول
د جرګې غړيدابادۍ غږ
کليوالي شوراګانې او بيارغونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>