 | | | کليوالې پر مختيايي شوراګانې د کلي او سيمې د بيا رغونې او پرمختيا لپاره کار کوي. |
له تېرو څو کلونو راهيسي چې په ځينو کليو کې کليوالي پرمختيايي شوراګانې جوړي شوي نو دبيا رغونې چارې هم ورسره ګړندۍ شوي دي. د افغانستان دکليو او پراختيا وزارت وايي چې، په هېواد کې (٢١٤٠٠) پرمختيايي شوراګانې موجودي دي، چې دکليوالو سيمو د ستونزو دحل لپاره د کليو او پراختيا وزارت په مرسته جوړي شوي دي. خو په ځينو سيموکې ددغو شوراګانو غړي لاس تر زنه ناست دي او دا يو بېګار ګڼي، د بېلګې په توګه دکونړ ولايت يو اوسېدونکی سورګل وايي: ”موږ داشورا ددې لپاره وټاکله چې زموږ ستونزې لږ شي. خو دې شورا موږ ته هيڅ کار و نه کړ، د نورو کليو شوراګانو ښوونځي، کلينکونه او سړکونه جوړ کړل او موږ هيڅ نه لرو“. خو ځينې داسي شوراګاني بيا شته چې ښې لاس ته راوړنې لري. دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ يو اوسېدونکی محمد اصغر وايي: ”زموږ کلي سړک نه درلود، دا مو لومړی ضرورت و، نو ځکه مو د لومړيتوب حق ورکړ او (1800) متره سړک او څلور پلچکه مو جوړ کړل. ټول (00 9500) افغانۍ لګښت ورباندي راغی چې په سلو کې لسمه برخه يې موږ پر غاړه واخيسته،  |   ځينو شوراګانو د خپل سيمې لپاره ښوونځي، لارې کلينکونه جوړ کړي.  |
خو د بغلان ولايت ددهن غوريد سيمې اوسېدونکو او شورايې په خپل کلي کې ښوونځی جوړکړی دی. د دې شورا مشر عبدالوکيل وايي: ”موږ دلته ښوونځی نه درلود، ماشومان مو بې تعليمه ول، وروسته ملي پيوستون پيسې راته منظور کړې چې ښوونځی موږ درته جوړوو، خو ځمکه به تاسي راکوئ. زموږ شورا د کلي ټول خلک راوغوښتل او دا خبره يې ورسره شريکه کړه. کليوالو فيصله وکړه چې موږ ټول دا ځمکه په ګډه اخلو، بيا مو ددې کار لپاره (١٢٠) افغانۍ ټولي کړې او دوه جريبه ځمکه مو پرې واخيسته“. |