BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:40 گرينويچ 2008 ,27 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: ښځې او عام المنفعه کارونه

په باميانوکې ښځو سړک جوړکړی
پخوا مو سړک نه درلود با الاخره مجبوره شو چې د سيمې ښځې اشر وکړو او سړک جړو کړو.
سره له دې چې د افغانستان په ځينو سيموکې دولتي او نادولتي ټولنو يو شمېر انکشافي کارونه کړي

خوپه ځينوسيموکې بياخلکوخپله مټي رانغښتي او د خپلې سيمې په بيارغونه کې يې برخه اخستي ده.

موږ په عام المنفعه کارونو کې د نارينه وو ونډه ليدلې وه، خو دا مو ډېرکم اورېدلي چې د يوه کلي ښځو دي د خپل کلي د سړک په جوړولو کې برخه اخيستې وي.

دباميانو ولايت د اژدر، درې اوسېدونکو ښځو دخپل کلي سړک يې جوړکړی دی. په دې باب ددې سيمې د انکشافي شورا مشره زينب رضايي وايي:

”موږ پخواسړک نه درلود له ډېرو ستونزوسره مخامخ و، با الاخره مجبوره شو چې ددې سيمې ښځې اشر وکړو.

٧٠/٨٠ مېرمنې له بېل او کلنګ سره له کورونو راووتلې او په کار يې لاس پوري کړ. دا سړک چې٢٢٠٠ متره اوږودوالی لري، خاورې او جغل يې ورباندي واچاوه.

اوس مو ستونزې کمې شوي دي. ناروغ مو پر خپل وخت کلينک ته رسېږي او له بازار څخه سودا په اسانه راوړو“.

د باميانو سړک
له٧٠ تر٨٠ مېرمنو خپلې مټې راونغښتې او د سړک په جړولو يې کار پيل کړ.

له نرو سره په ګډه د کار کولو په باب د علومو اکاډمۍ غړی حبيب الله رفيع وايي:

”د تاريخ په اوږدو کې تل ښځو دخپل هېواد په ابادولو کې ونډه درلودلې ده،

له نارينه ووسره يې په کرکيله کې مرسته کړې، د اولاد په تربيه او روزنه کې او له انګليس سره په جنګ کې يې برخه اخستې ده.

لکه ملاله پېغله چې د ميوند په جګړه کې يې غيرت وښود او دا لنډۍ يې د بري لامل شوه:
که په ميوند کې شهيد نه شوې _ خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه

د تارياکو سوځول د پوليس له خوا د ابادۍ غږ
د تارياکو کښت او قاچاق
مږهدابادۍ غږ
زراعتي ځمکې او مږې
زيمناکې ځمکېدابادۍ غږ
زيمناکې ځمکې
دانګورو وچولدابادي غږ
دانګورو وچول
ګلاب، دګلابو اوبه او تېلد ابادۍ غږ
دګلابو اوبه او تېل
فاطمهد آبادۍ غږ
فاطمه يوه بريالۍ څېره
کب نيوونکيدابادۍ غږ
دکبانو ښکار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>