BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:43 گرينويچ 2008 ,06 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادي غږ: دانګورو وچول

دانګورو وچول
انګور بايد داسې وچ شي چې ګرد او خاورې په کې نه وي.
دکابل دګمرک ريس خليق الله په وينا د ١٣٨٦ کال په لومړي دريو مياشتوکې له اتوسوو ټنو زيات سره مميز

دکابل له ګمرک نه دنړۍ بېلابېلو هېوادونو لکه: هند، روسيې او انګلستان ته صادر شويدي.

د١٣٨٧کال په دريو لومړيو مياشتوکې ددې ګمرک له لارې له دوه زرو ټنو زيات مميز صادرشويدي.

د مميزو په صادراتوکې ددومره زياتوالي سره سره بياهم ځني خلک له دې ستونزې سر ټکوي چې دهغوي مميزله تېرکال راهيسي پاتي دي اونه دي پلورل شوي.

دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ اوسيدونکي حاجي رسول وايي:

"تيرکال مې په مميزو باران وشواوبيامې په چارشاخه سره بېل کړل اوڅه ناڅه خاوره يې هم درلوده، نوځکه يې څوک نه خوښوي."

دکابل ولايت دصنعتي پارکونو دمميزود يوي فابريکې ريس حاجي اسدالله وايي:

"مونږ چې له بزګرانومميزاخلو بايدپاک وي ګرداو دوړې ونلري، ښه دانه ولري، اوباران نه وي وهلي".

نوموړي زياته کړه چې مونږله بزرګرانو هيله لرو چې دفصل دپيل نه ترپاي پوري د ښو مميزو دلاسته راوړلو په فکرکې واوسي.

د انګورو ځای پر ځای کول
مميز بايد په کارتن کې په ډېر احتياط ځای پر ځای شی، تر څو داغي نشي.

د انګورو اوبوورکولوته ښه پام وکړي، دڅانګو پريکول اوسرې ورکول په خپل وخت اوپه خپله اندازه ترسره شي.

دبلخ ولايت اوسيدونکي عبدالصبوروايي: "موږ دانګورواوبه کول، سره ورکول، څانګي پريکول اوهم له تاکونوراشلول اوځاي پرځاي کولوکې پوره احتياط کوو"

دکندز ولايت اوسېدونکی ملک عبد العظيم وايي:

"مونږ هرکال دانګورو دوچولولپاره بام ډير سم کاګل کوو، اوکاګل شوي ځا ي نه احاطه کوو، اوله څارويويې خوندي ساتو.

دبلخ ولايت اوسيدونکي عبدالصبوروايي "زه مې خپل انګورپه تاټ باندې وچوم ، نوځکه ښه مميزپه لاس راځي اوپه ښه بيه پلورل کېږي".

زيمناکې ځمکېدابادۍ غږ
زيمناکې ځمکې
فاطمهد آبادۍ غږ
فاطمه يوه بريالۍ څېره
ګلاب، دګلابو اوبه او تېلد ابادۍ غږ
دګلابو اوبه او تېل
کب نيوونکيدابادۍ غږ
دکبانو ښکار
د نعناع تېل او اوبهدابادي غږ
دنعناع تيل او اوبه
ماين چې په يو کور کې ښخ شوی د ښار غږ
وران کورونه او ماين
ميله ځايونه او ماينونهابادۍ غږ
ميله ځايونه او ماينونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>