 | | | هغه نعناع چې سهار وختي او د ماښام کې وريبل شي، ښه تيل اوبه په لاس ورنه راځي. |
د افغانستان دکرنې وزارت وايي چې په ټول هيوادکې نهه فابريکې موجودې دي چې د نعناع له بوټي څخه تيل اوعرق په لاس راوړي. دننګرهارولايت اوسيدونکی نادرخان له دې بوټي د تيلو اوعرقو يا اوبو د ايستلوطريقه داسي ښي: "مونږ لومړي د نعناع بوټي له بزګر څخه په وزن اخلو او بيا يې پاک مينځو، وروسته درې برخې اوبه اويوه برخه نعناع سره ګډه وو او دېګ ته يې اچوو، بيا د ګاز په واسطه حرارت ورکوو، په څلورو ساعتونو کې په جوش راځي او د تيلواخيستلو کار پيل کيږي. په اتوساعتونوکې عرق اخيستلی شو، ټول دوولس ساعته وخت ته اړتياده چې تيل اوعرق (اوبه) په لاس راوړل کيږي." دا فابريکه د ننګرهارولايت دسره رود دقلعه بختانه په کلي کې په يوه کوچينۍ حويلۍ کې جوړه شوې چې ديګ بخارته ورته يو لوي ديګ، دګاز ډبه اودوه نلونه او يوې کوزې ته ورته لوښي څخه عبارت ده. نادروايي: "  | | | دېګ کې يوه برخه نعناع او درې برخې اوبه اچولو کيږي او ١٢ ساعته وروسته عرق لاس ته راځي. |
هغه نعناع چې سهار وختي او د ماښام په وخت کې وريبل شي، ښه تيل اوبه په لاس ورنه راځي." نادر د نعناع له بوټي تيل اوعرق ايستل ډېر ساده اواسانه وبلل اووايي چې هرڅوک که وغواړي په لږ لګښت سره داکارکولی شي. په ننګرهارکي دنعناع د ترويج داتحاديې مسؤل معلم اسحق وايي: "د نعناع ګټه بزګر ته داده چې د هغه نعناع په پټي کې نه پاتې کيږي او مونږ ته يې ګټه داده چې له نعناع څخه تيل اوعرق باسو اوبازارته يې عرضه کوو." په کابل کي يوشمير ښځې هم په دې توانيدلي چې ديوې اتحاديې په رامنځته کولوسره د نعناع له بوټي تيل اوعرق وباسي. |