BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:53 گرينويچ 2008 ,12 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: کوراوماين

کوراوماين
که کوردماينونواوناچاوده توکيوڅخه پاک هم وي نوبيا هم بايد ښه پاملرنه اواحتياط وکړو.
دملګروملتونودماين پاکۍ دفترپه وينا په افغانستان کې په هره مياشت کې د50څخه تر 60پورې انسانان په ماينونواوناچاودوتوکو ياټپي کېږي اويامري.

دبلخ ولايت اوسېدونکي شېرخان وويل:" ډېره شونې ده چې زموږدکورد کنډوالوڅخه د وسلو دزېرمې په توګه کاراخېستل شوی يادټانګ اوتوپ مرمۍ لګېدلې وي

يا زموږسيمه بمبارشوي وي اوبمونه همداسې ناچاودي پاتې وي. زه چې له کډوالۍ راغلم د خلکو نه مې پوښتنه وکړه هغوئ وويل چې کور دې ماينونه لري .

ماين پاکان مې راوستل او کله چې ډاډه شوم چې ماينونه نشته نو خپله کډه مې راوستله".

سرې تيږې دماين اوآبي رنګه تيږې دناچاودوتوکيودموجود يت معنی لري

دکابل دچهاراسياب ولسوالۍ اوسېدونکي سهيل وويل:" د راستنېدوپه لومړۍ شپه مو ورور د رفع حاجت لپاره دکوريوې ويجاړې برخې ته لاړاو ماين پرې وچاودېد شهيد شو"

خودملګروملتونودماين پاکۍ ادارې مسولينو وويل: " بايد خلک رنګ شويو تېږوته ځيرشي سپين رنګ د سيمې دپاکوالي معنی ورکوي.

سرې تيږې دماين دشتون اوشين ( ابي)رنګه تيږې دناچاودوتوکيودموجود يت معنی ورکوي که دانښې نۀ وي نوبايد د سيمې دخلکوڅخه دخپل کور په اړه پوښتنه وشي

که خلکووويل چې کوريې مورچل و ، نو نۀ دې ور ننوځي

که کوردماينونواوناچاوده توکيوڅخه پاک هم وي نوبيا هم بايد ښه پاملرنه اواحتياط وکړي ،ځکه چې ځينې توکي ډېرلاندې وي اوپه اساني سره نشي موندل کېدلای"

کوراوماين
په افغانستان کې هره مياشت د50 تر 60 انسانان په ماينونواوناچاودوتوکو ياټپي کېږي اويامري.

دبلخ ولايت اوسېدونکي عبد القديروويل: " مخکې ترستنېدنې لومړی خپله راغلم کورمې وران و. د ماما څخه مې يوه کوټه د لږې مودې دپاره واخېستله چې ورته راولم.

وروسته مې ماين پاکان راوستل او زما له کنډوالو يې ډول ډول وسلې واېستلې. کله چې کورپاک شونو دودانولو کار مې پيل کړ، خوهره شېبه مې له احتياط څخه کاراخېست."

شاړې او ماينونهابادۍ غږ
شاړې او ماينونه
دتاکونو پڼه کول دابادۍ غږ
دتاکونو پڼه کول
د څارويو واکسيند ابادۍ غږ
د څارويو واکسين
 د انګور تاک خس و برګد آبادۍ غږ
د انګور تاک خس و برګ
 د ګلابو کښت د ابادۍ غږ
د ګلابو کښت
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>