|
د آبادۍ غږ : د انګور تاک خس و برګ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان پۀ بېلابېلو ولايتونوکې، پۀ بېلابېلو موسمونوکې لۀ سل ډوله نه ډېر انګور مېوې نيسي. ځينې خلک په دې باور دي چې که تاک والا خپلو تاکونوته ډېره پاملرنه وکړي شونې ده چې حاصل يې ډېر شي . د پروان ولايت اوسېدونکي عبدالباقي وويل:" تېرکال مې د انګورو دانې وړې وې، وږي يې هم سم غټ نۀ شول انګور شنه پاتې شول، زۀ يې پۀ لامل ونۀ پوهېدم. دا ستونزه مې د سيمې لۀ تجربه لرونکو خلکوسره شريکه کړه، هغوى راته وويل چې ما پر خپل وخت تاکونه خس وبرګ کړي نۀ وو". خو خس و برګ څۀ ته وايي ؟ د کابل د ده سبز ولسوالۍاوسېدونکي عبدالغفارچې خپله انګورتاک لري وويل:" خس و برګ کول د تاک د بچکيو لوڅولو ته وايي".
د کابل د قره باغ اوسېدونکي ملک آدم خان عملاً د خس و برګ کولو طريقه راوښوده. نوموړي پۀ غورسره هغه پاڼې چې د انګورو پر وږو يې سيورى کړى و لرې کړې، او هغه څانګې چې انګور پکې نۀ وو هغه يې هم پرې کړې . هغه وويل:" زه هر کال پرتاکونو همدا کار کوم او ګټه يې هم وينم ، انګور مې ښايسته او خوندور وي، مينه وال او اخېستونکي يې هم ډېر وي". دا چاره پرډېرو لومړنيو وسايلو سره سرته رسيږي، يوه کوچنۍ ځانګړې بياتي او اره غواړي، چې هر تاک والا يې د رانيولو توان لري. خو داچی دا چاره پرنورو وسايلو هم سرته رسيږي او که نۀ ؟ نوموړي وويل:" هو ولې نه، خوچې پۀ ډېرغور سره سرته ورسيږي چې تاک زيانمن نۀ شي". دکابل د قره باغ ولسوالۍ د زراعتي کلينيک مشر محمد رسول وويل:" دا ډېر ګټور کار دى ؛ ځکه هغه انرژي چې، تاک يې د وليو لۀ لارې ترلاسه کوي نه ضايع کېږي. که اضافه پاڼې لۀ تاک نه لرې شي د انګورو دانو ته د لمر انرژي رسېږي، وږي يې غټيږي، د لمر وړانګې د انګورو پۀ وږو کې دپيداکېدونکو ناروغيو مخنيوی هم کوي.
خو خلک بايد د انګورو ټولې پاڼې لرې نۀ کړي، ځکه چې د پاڼو يوه دنده داده چې تاک ته خواړۀ برابر کړي.او دا طريقه پۀ تودو اوسړو دواړو سيمو کې يو شان سرته رسيږي. خو هغه خلک چې پۀ خپله يې دا چاره نۀ وي زده د نور تجربه لرونکو خلکو پۀ مرسته دې ترسره کړي. همدارنګه د دوى پۀ سيمه کې د حکومت لۀ اړخه د ګومارل شوو زراعتي مامورينو نه دې مرسته و غواړي". |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||