BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:20 گرينويچ 2008 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدل

په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدل

دهواپۀ تاودېدا، واورې ويلې کېږي، پۀ سيندونو کې اوبۀ ډېريږي، سيندونو ته نيږدې جوړ شوي کورونه اوبه لاندي کوي او خلک له زيان سره مخامخيږي .

د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزي رياست وايي :" په ( ١٣٧٦) کال په ټول افغانستان کې د( ١٠٧٠٦) کورونو دېوالونه د سيندونو داوبود ډېرېدا لۀ امله ونړېدل ."

دکاپيسا ولايت اوسيدونکي مختار وويل:"سيند ته نيږدي مې پخپله ځمکه کې کور ابادکړ، تېر کال اوبۀ ډېرې شوې، کور يې راته يووړ ، دوه ماشومان مې هم مړۀ شول."

خوخلک دداډول پېښو دمخنيوي لۀ پاره کوم کارونه کوي؟ پۀ ننګرهارکې دبهسودو ولسوالۍ د بارابات اوسيدونکي جمعه ګل وويل :

 دسيندداوبو مخې ته دتيږو ډکې جوړول، نيالګي کېنول او له شګود ډکو بوريو ايښوول د اوبو مخنيوی کوي

" موږ ناچاره يوچې دلته مو کورونه جوړکړيدي. خو زموږ پۀ دې سيمه کې ځينو خلکوپاخه کانکريټي ديوالونه جوړکړي ،ځينو جالۍ لۀ ډبرو ډکې کړيدي،

زموږ چې دغه ډول کارونه پر مټ نۀ دي پوره، د اوبو مخې ته مو د تيږو يو نيم متر، باره جوړه کړېده، د تيږو پۀ منځ کې مو شنۀ چمان ايښي، دا کار تيږې کلکوي.

د بارې شاته مو د( ولې ) نيالګي کېښوولي،د نيالګيو ولۍ ( ريښې ) د تيږو منخته ورننوځي، سره کلکوي يې."

دنوموړې سيمې يوۀ بل اوسيدونکي سيد رسول وويل:" بو جۍ چې لۀ شګې يا خاورې نه ډکې شي ، د اوبو مخې ته کېښوول شي، دا هم د اوبو مخنيوي کوي."

خودودانيزوچارو انجينران پۀ دې اړه څه وايي ؟ دطبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې پۀ رياست کې، له پېښو څخه د مخنيوي ډيپارټمنټ مسول انجينرسردار محمدوويل :

 په سيندونوکې داوبود کچې لوړېدل
که سيندونو ته نيږدې استوګنځايونه اباد شي ، ښايي د اوبو له ډېرېدا سره ړنګ شي.

" اوبو ته څېرمه بايد کورونه اباد نه شي،خو که خلک دا کار کوي نود کلي لۀ مشرانونه دې پوښتنه وکړي ،چې څو کاله ترمخه د اوبو کچه څومره او پۀ کوم ځاي کې وه.

په هغه ځاي کې دې ابادي وکړي ،چې هلته د اوبو کچه کله هم نۀ وي رسيدلې اوکومې تجربې چې اوس خلکو پۀ خپلو شونتياووپخپلو سيموکې پلې کړي هم غوره دي ."

که سيندونوته نيږدې استوګنځايونه اباد شي ، ښايي د اوبولۀ ډېرېداسره ړنګ شي، ښه خبره داه چې خلک لۀ سيندونولرې خپل کورونه ودان کړي .

کلاشينکوف د آبادۍ غږ
په کورونو کې د وسلو ساتنه
وېلنید ابادۍ غږ
وېلنی
ماشومان او نابلديد ابادی غږ
ماشومان او نابلدي
ويالې او ماينونهد ابادۍ غږ
ويالې او ماينونه
د ښځو زده کړهابادۍ غږ
د ميرمنو زده کړه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>