BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 13:03 گرينويچ 2008 ,12 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ : ويالې او ماينونه

د ويالو پاکول

څرنګه چې دپسرلي شپې او ورځې دي، نو کروندګر د کښت او کروندې لپاره ځانونه چمتو کوي چې په دې لړکې د لښتيو، ويالو او کانالونو پاکول لومړيتوب لري.

په هغوسيموکې چې وچکالې وه اويا يې اوسېدونکې کډوال وه او اوس غواړي چې دخپلوځمکو ويالې يا کانالونه پاک کړي، ځينې يې د ماينونو يا ناچاوده توکيو له خطر سره مخ دي .

په دې اړه د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ يو اوسېدونکی داسي کيسه کوي :” زموږ ځمکوته د فارمونو له غټ کانال څخه يوه لويه وياله راغلې ده.

تېرکال په پسرلي کې سيلاب راغلی و اودغه وياله يې بنده کړه. د کلې خلکو دويالې دپاکولو لپاره اشر وکړ او د ويالې په پاکولو بوخت وه .

په دې وخت کې ما بېل واهه چې په وياله کې چاودنه وشوه اوزما په ګډون څلورکسان ټپيان شول“.

 بايد خلک پام وکړي چې سيلاب له کومې خوا راغلی دی او ايادغې سيمې پخوا ماينونه او ناچاوده توکي درلودل او که نه.

خوپه ويالو او لښتيوکې ولي دماين اوناچاوده توکو خطر موجود دی؟ په دې اړه د ( UNMACA ) يا د افغانستان لپاره د ماين پاکۍ د موسسې يو چارواکی، ايمل صافی داسي وايي :

” په ويالوکې ځکه ماينونه او ناچاوده توکي موجود وي چې، يوخو دجنګ جګړو په وخت کې ويالې اوکانالونه ښه مرچلونه وه .

دويم داچې سېلابونو ويالو او لښتيو ته ماينونه او ناچاوده توکي راوړي دي. دريم،ځينو خلکوچې ناچاوده توکي پيدا کړي دي نو ويالو اوکانالونوته يې غورځولي دي.

نو اوس چې خلک ويالې پاکوي په ځينو ويالوکې د ماين او ناچاودو توکو خطر موجود دی. بايد خلک پام وکړي چې سيلاب له کومې خوا راغلی دی او دغه سيمه پخواڅه ډول سيمه وه؟

ترڅوچې يې ځان ښه ډاډمن کړی نه وي، وياله دي نه پاکوي. دغه ډول که څوک کوم ماين اوياناچاوده توکی پيداکوي، نو ويالوته دي يې نه ورغورځوي.

بل داچې ځينې ځايونه سروې اونقشه شوي دي،خو پاک شوي نه دي، نو بايد خلک ورته پاملرنه وکړي او د ماين پاکۍ ټيمونه خبر کړي“.

په ټولو ويالو،کانالونو او لښتيوکې د ماينونو او ناچاوده توکو خطر نشته، بلکې يوازي په هغو سيمو کې د خطر امکان ډېر دی چې له ډېرې مودې راهيسي يې ځمکې شاړې پاته وي.

ويالې او ماينونه
مخکې تر دې چې وياله پاکه کړو، لومړی بايد خپل ځانونه ډاډه کړو چې د ماينونو خطر نه شته.

ياهغه سيمې چې سيلابونه پکې راغلې وي اوياهم پخواپکې نظامې هډې وې، خو دداسي پېښو دمخنيوي لپاره بايد څه وکړو؟

په دې اړه د کاپيسا ولايت يو اوسېدونکی سلطان محمد داسي وايي : ” زموږ سيمه او ويالې له ماينونو ډکې وې.

بيا کليوال سره راټول شولو، لومړی مو ماين پاکان خبر کړل چې، ځمکې او ويالې له ماينونو پاکې کړي .

وروسته مو ټول کليوال په دې وپوهول چې که چېري مو کوم نا اشنا شي پيدا کړ، بايد چې اوبوته يې وا نه چوو اود ماين پاکۍ ټيمونه په خبر کړو.

د ښځو زده کړهابادۍ غږ
د ميرمنو زده کړه
د ويالو پاکولد ابادۍ غږ
د ويالو پاکول
زلزلهدابادۍ غږ
زلزله او د کورونو مقاومت
برېښناد ابادۍ غږ
کلی او برېښنا
پر پله لاری تيريږيد ابادۍ غږ
خلک او د پلونو جوړول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>