BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:31 گرينويچ 2008 ,12 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ : کلی او برېښنا

د بريښنا ستنې
اوس د افغانستان ځينېو کليو ته هم بريښنا ور غزيدلې ده.
دافغانستان د کليواوپراختيا وزارت وايي چې، د تېرو پنځو کالو راهيسي يې د ملي پيوستون دپروګرام له لارې (١٧٧٠ ) جنرېټرونه او ( ٧٧٠ ) ډاينموګاني لګولي دي چې (٥٣) زره کورنيو ته برېښنا ورکوي.

څرنګه چې په کليوکې له ډېر پخواڅخه خلک له برېښنا سره بلد نه دي، نو اوس ځينې کورنۍ په دې برخه کې يو شمېرستونزې لري.

په دې باب د پکتيا ولايت دځاځيو ولسوالۍ يو ماشوم،چې الماس نومېږي وايي : ” زه يوې ونې ته وختلم او برق ونيولم، زه نه وم خبر چې په ونه کې دبرېښنا لوڅ مزي تېر شوي دي“ .

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يو اوسېدونکی، شهباز د خپل کوچني ورور په اړه داسي وايي :

” موږ په کوټه کې ساکيټ ټيټ لګولې و، زماکوچنی ورور چې د دريو کالو و چاقو يې په ساکيټ کې ورننه ايستلی و، چې برق ونيو اوځای پرځای يې مړ کړ“ .

کله ناکله په کورونوکې د لوڅو مزو شارټي هم ډېر خطرونه پېښوي. د لغمان ولايت يو اوسېدنکی خالد وايي :” ما په کورکې دڅارويو لپاره د شولو پروړه ايښې وه.

ددې پروړې پر سر په ديوال کې دبرېښنا عمومي مزي تېر شوي و. يوه شپه ډېر زورور باد شو، په نتيجه کې يې دبرېښنا مزي شارټ شول.

ددې شارټۍ له امله پروړې اور واخيست او دوې نورې کوټې هم ورسره وسوځېدې. کله چې موږ خبر شولونوپه کوټوکې په خرورونو غله توره ايره شوي وه“ .

که بريښنا له ضرورته ډيره وکارول شي، پر جنريتور فشار راځې او اور اخلي.

خوځينوخلکوبيا ددغسي خطرونو د مخنيوي لپاره ځينې لارې چارې هم لټولي دي. د لوګر ولايت يو اوسېدونکی عثمان وايي :

” موږ پخوا د برېښنا په استعمال نه پوهېدو. کله چې زموږ کلي ته برېښنا راغله، نو ټولو په ګډه پرېکړه وکړه چې بايد دبرېښنا د مزو کار په مسلکي کسانو وکړو“.

کله چې پر مزو د برېښنا دډېر استعمال له امله زور راشي،هم شارټي کوي . په دې باب دځاځيو د ولسوالۍ يو اوسېدونکی، فرهاد وايي :

ز موږ کلي ته ملي پيوستون بريښنا راوستله، خو زموږ کليوالو به بې ضرورته برېښنا کاروله . يوه ورځ دبرېښنا مزي شارټ شول چې جنرېټر ورسره اور واخيست.

اوس زموږ ټول کلی له برېښنا څخه بې برخې شو. ترهغه وروسته نه ملي پيوستون موږ ته بل جنرېټر راکړ او نه موږ دومره وس درلود چې بل جنرېټر رانيسو.

تر ډېره وخته پورې زموږ کلي برېښنا نه درلوده، بيا ما په خپلو پيسود اوبو يو کوچنی بند جوړ کړ او يوه ډاينمو مې ورباندې ولګوله .

د بريښنا ستنه
که د بريښنا مزي د مسلکي کسانو له خوا وتړل شي، خطر يې کم دی.

دوې مياشتې دغه برق دوام وکړ، خو درېيمه مياشت يې بيا شارټي وکړه او ډاينمو اور واخيست. په دې ډول ماته ( ٦٠٠٠٠ ) افغانۍ تاوان راور سېد اوکلی موبې برېښنا پاته شو“.

که چېري خلک په خپلوکليواوبانډوکې جنراټورونه او ډاينموګانې سمې استعمال کړي، نو له يوې خوابه يې کلی برېښنا ولري او له بلې خوابه تاوان نه ور رسېږي.

پر پله لاری تيريږيد ابادۍ غږ
خلک او د پلونو جوړول
ماين او بوټید ابادۍ غږ
بوټي وهل او دماينونو خطر
ټرکټرد ابادۍ غږ
زراعتي کوپراتيف
دخوښيو پر مهال هوايي ډزې د ابادۍ غږ
دخوښيو پر مهال هوايي ډزې
ناوېدابادۍ غږ
ځوانان او د واده غوښتنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>