|
د ابادۍ غږ: زراعتي کوپراتيف | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان يو زراعتي هېواد دى چې، خلک يې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ بيايي. د کرنې او مالدارۍ مسئولين وايي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې (٤١٥٠) زراعتي کوپراتيفونه فعال دي. دغه کوپراتيفونه د دې لپاره جوړ شوي چې دولت او مرستندويه موسسې له دغې لارې له بزګرانو سره مرستې وکړي خو ايا بزګرانو له دغو زراعتي کوپراتيفونو څخه ګټه اخيستې ده؟
ايا له دې لارې د بزګرانو په زراعتي حاصلاتو کې زياتوالى راغلی دی؟ د لوګر ولايت يو بزګر، عبدالمحفوظ د کوپراتيف په اړه وايي: ”زه په هيڅ يوه زراعتي کوپراتيف کې شامل نه يم، ځکه چې کوپراتيفونه هيڅ ګټه نه لري“. خو د دې سيمې يو بل بزګر، نورالله بيا وايي: ”زه د خپل کلي په زراعتي کوپراتيف کې شامل يم او له دې لارې مې ډېر څه زده کړي او تر لاسه کړي دي”. د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ يو بزګرچې ستار نومېږي، وايي: زه د زراعتي کوپراتيف له لارې ديوه ټرکټر خاوند شوم، له همدې لارې هر کال اصلاح شوي تخمونه لاس ته راځي او خپل زراعتي محصولات هم له همدې لارې بازارونو ته رسوم”.
په افغانستان کې د زراعتي کوپراتيفونو جوړېدل نوې خبره نه ده، لومړنى زراعتي کوپراتيف د محمد ظاهر شاه د حکومت پرمهال د بغلان ولايت د پلخمري ښارکې جوړ شوى چې (پکه) نومېده. هغه مهال زراعتي کوپراتيفونه ددې لپاره په پام کې نيول شوي وو چې بزګران سره راټول او له دې لاري زراعتي محصولات ډېر شي. د پروان ولايت يو بزګر عتيق الله وايي: ”زموږ په سيمه کې د انګورو د شکرک ناروغي ډېره شوې وه او ډېر باغونه يې خراب کړل، موږ د همدې زراعتي کوپراتيفونو له لارې وکولاى شول چې خپلې ستونزې د چارواکو تر غوږوپوري ور ورسوو. موږ له دې لارې د کرنې او مالدارۍ له مسئولينو څخه دا زده کړل چې څنګه ددې ناروغۍ مخه ونيسو؟ د همدې ولسوالۍ يو بل بزګر، حاجي توکل وايي: ”سږ کال زموږ د غنمو حاصلات د پروسږ کال په پرتله درې برابره زيات شوي دي چې، د زياتوالي لامل يې د کوپراتيفونو له لارې اصلاح شوي تخمونه او لازمې تجربې دي.
ما پخوا هر کال يوازي (٥٠) منه غنم اخيستل او اوس چې مې اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړل په محصولاتوکې مې زياتوالی راغلی دی”. خو داچې ځينې بزګران ولي په زراعتي کوپراتيفونوکې نه شاملېږي، دکرنې او مالدارۍ وزارت د کوپراتيف يو مامور مطيع الله په دې اړه وايي: ”په کوپراتيف کې د بزګرانو برخه اخيستل دهغوی حقوق تضمينوي. ځکه چې دولت او مرستندويه موسسې د همدې کوپراتيفونو له لارې له هغوی سره مرستې کوي. دولت او مرستندويه موسسې نه شي کولای چې د هربزګر کور او پټي ته ورشي، هغوی ته لازمې مشورې او اصلاح شوى تخم ورکړي. خو که يو بزګر دخپلې سيمې په زراعتي کوپراتيف کې شامل شي دا به ورته اسانه شي چې، مسلکي مشورې، اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي او له خپلو نورو بزګرانو سره په ګډه خپلې ستونزې حل کړي”. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||