|
ابادۍ غږ: قوري يا بزغلې اچول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ډيرو برخوکې خلک د خپلو باغونو د جوړولو لپاره دمني په وروستيو ورځو کې قوريې جوړوي. د کرنې کارپوهان وايي چې په دې هېواد کې ديرش ډوله تازه او دوه ويشت ډوله وچه ميوه په خپل وخت ثمر ته رسيږي، دا ميوې هم په هيواد کې د ننه په مصرف رسيږي او هم بهرنيو هېوادونو ته صادريږې، خو د دغو ميوو ډيری باغونه په تيرو جنګ جګړواو وچکاليو کې له منځه تللي دي، چې اوس ځيني خلک د خپلو ورانو او ويجاړو باغونو په بيا رغونه بوخت دي. دوی د ميوه لرونکو نيالګيو له لوړې بيې اوخراب کيفيت څخه شکايت کوي او حيران دي چې څه ډول نيالګي کيږدې؟
په دي اړه د کابل ولايت د شکردرې د ولسوالۍ يو اوسيدونکی عتيق الله وايي: "پخوا مې ډير ښه باغ درلود او هره ميوه په کې موجوده وه، خو څه وخت چې مونږ مهاجر شوو، باغ مو په جنګ جګړو او وچکالېو کې له منځه لاړ، کله چې درۍ کاله وړاندې خپل هېواد ته راستانه شوو، لومړي مو د باغ ړنګ شوي ديوالونه جوړکړل، بيا مو تېر کال په باغ کې نيالګي کېښودل، دا نيالګي مو په لوړه بيه اخيستي وو، خو ډيری يې وچ شول او اوس نور نيالګي نه شو اخيستلی." ځينې خلک بيا د قوريو جوړول ښه او ارزانه لار ګڼي. د کابل ولايت د چهاراسياب د ولسوالی اوسيدونکی احمد شاه وايي: "پسته، بادام، چار مغز، زردالو، شفتالو، ناک او مڼه سخت زړي تخمونه دي او قوريه يي بايد د قوس په مياشت کې واچول شي، ځکه چې ژمی بارانونه او واورې اوري، نو د دغو زړو پوټکي وراسته کيږې او پسرلی بيا ښه شنه کيږي، د قوريې ځمکه بايد شګلنه وي او حيواني سره ورسره ګډه شي.
بيا جويې جوړې شي او د جووو سور بايد٧٠ سانتې وي، وروسته تخمونه را اخستل کيږي او د جووې په سرکې د يوې لويشتې په فاصلې سره ګن کيښودل کيږي. کيدای شي چې کوم زړی شين نه شي او خاوره بايد دګوتو په سرورباندي و دوړيږې، مونږ د دي قوريو لپاره هغه تخمونه انتخابوو چې کال ورباندې تير شوی وي او ښه غوښن وي. دا ډول قوريې مونږ د خپل باغ لپاره جوړوو او که نيالګي زمونږ له باغ څخه زيات شول، بيا يي پلورو، ځکه مونږ دا کار کوو چې دا زمونږ پخپله ږدو او ورباندي ډاډمن يو. او بل مونږ تير کال د خپل باغ د جوړيدو لپاره ډير نيالګي واخستل، خو ښه نتېجه يي ورنه کړه، په پای کې دې ته اړ شوو چې په خپله د خپل باغ د جوړيدو لپاره قوريه جوړه کړو." د کرنۍ وزارت د تخمونو د څيړنې کار کونکې سيمع الله نوري د بزګرانو دا ډول تجربې سمې بولې او وايي:
"څوک چې باغ جوړوي، نو ښه لار يې داده چې په خپله ورته هغه زړي انتخاب کړي چې ښه نتيجه يې ورڅخه ليدلې وې. او د زړو د اچولو وخت چې د قوس د مياشتې له لومړۍ نيټې نه ددي مياشتې تر وروستيو ورځو پوري دی، له پامه ونه غورځوي. دوی کولای شي چې دا زړي په خلطو کې هم کيږدې." |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||