|
د ابادۍ غږ: ماينونه او د خلکو خبرول | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ماين پاکۍ د نړيوالې ادارې په وينا: له (١٣٦٠) ل کال څخه بيا تر (١٣٧٠) ل کاله پورې په ټول افغانستان کې دوه مليارډه متره مربع ځمکه بې نقشې په ماينو نو او ناچاوده توکو ککړه وه. دغه ځمکه د ماين پاکۍ دسروې دټيمونوله خواپه نښه اود پاکولوکار يې پيل شو، چې اوس يې تقريباٌ په سلوکې ( ٦٠) پاکه شوې اوپه سلو کې (٤٠) يې پاتې ده. خو لا اوس هم داسې سيمې شته چې، نه سروې او نه پېژندل شوي دي. دغه سيمې غرنۍ او شاړې ځمکې دي. ځينې خلک چې ماينونه وينې نو بابېزه يې ګڼې اوځان بې تفاوته ښئي بيا نو هغه دی چې، له دې امله ډېرې دردناکې پېښې منځ ته راځي. د کاپيسا ولايت يو اوسېدونکی تاج ملوک په دې باب داسې کيسه کوي: ” زموږ ځمکې د څلوېښتوکلونو راهيسې شاړې پرتې وې. يوه ورځ زه خپلوځمکو ته لاړم، چې هلته مې تورې تورې وسپنې او ماينونه وليدل، ما يې هيڅ پروا ونه کړه، ځان مې ناګاره کړ او هيڅ چاته مې په دې اړه څه و نه ويل. بله ورځ زموږ دکلې ښځې د بوټو لپاره همدې ځای ته تللې وې چې زما ښځه هم ورسره وه. دوی پر دې ماينونو وربرابرې شوي وې چې د چاودنې له امله يې زما ښځه مړه او نوري ښځې ټپيانې شوې. دغزني ولايت يواوسېدونکی، سيد احمد هم په دې اړه يوه کيسه لري: ”تېر ژمی موږ څو تنه ځوانان د ښکار لپا ره غره ته ولاړو، هلته مو په يوه شېله کې ډير زيات ناچاوده شيان وليدل. موږ يې هيڅ پروا ونه ساتله او په کلې کې مو هم په دې اړه چاته څه ونه ويل، سږ پسرلی زما زوی، وراره او زما د اکا زوی دغه غره ته مالونه بېولي وو. دوی داسې فکر کړی و چې دابه وسپنې وي.دوی دغه وسپني يوله بل سره يې ټکولې وې چې ورباندې چادولې وې. په نتيجه کې يې درې تنکي زلميان ځای پر ځای شهيدان شول“. خو د دغسې پېښو د مخنيوي لارې چارې کومې دي؟ په کابل کې دماين پاکۍ دنړيوالې ادارې د ډله ييزو رسنيو مسئول، احمد جان نوزادي داسې وايي:
”کله چې يوڅوک په خپله سيمه کې ماينونه يا ناچاوده توکې ووينې نولومړی بايد هغه ځای دتيږو په وسيله په نښه کړي اوکه تيږې نه وي نوهلته دې دخاورو غونډۍ جوړې کړي. که خاوره هم نه وي نوهماغه ځای دې کنده کړي. وروسته تر دې، دې دکلې ملک يا د جومات امام خبر کړې چې، هغوی بيا امنيتي مسئولين يا دماين پاکۍ کارکونکي خبرکړي. خو داسې خلک هم شته چې په خپلوسيموکې د ماينونو او ناچاوده توکيو په ليدو بې پروايي نه کوي او چيغه دجومات تر امامه رسوي، د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ يو اوسيدونکی منير وايي: له يوه خوړڅخه مې شګه راوړله چې هلته مې ماينونه او ناچاوده شيان وليدل، ډېر ژرکلې ته ولاړم او د کلي امام مې خبرکړ، هغه په لاوډسپېکر کې اعلان وکړ چې بايدخلک هغه ځای ته ورنه شي. بيا د کلې څو تنه مشران ولسولۍ ته ولاړل دولتي چارواکي يې خبرکړل، هغوی دماين پاکۍ اداره خبره کړه، ماين پاکان راغلل او سيمه يې پاکه کړه. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||