|
د ابادۍ غږ: نيمګړې زده کړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سنبلې (وږي) د مياشتې (١٧) نېټه چې، د ميلادي کال د سپټمبر له اتمې نيټې سره سمون خوري د سواد يا زده کړې نړيواله ورځ ده. هرکال په همدې ورځ په نړۍ کې خلک سره راټولېږي او د زده کړې د ارزښت په اړه غور اوخبرې کوي. د سواد يا زده کړې په اړه مو ډېرې خبرې اورېدلي دي. مثلاٌ ويل کېږي، هغه څوک چې، لوستی وې ياسواد ولري، کولای شي چې، خپلوانو ته ليک وليکې او يا د هغوی لخوا رالېږل شوي ليکونه ولولي او د يو بل له حال احواله ځان خبر کړي. همدارنګه لوستي کسان کولای شي چې، د کور، ځمکې او سوداګريزو معاملو اسناد ولولي او يا يې هم وليکې، خو عبدالباسط بيا په دې اړه يوې بلې خبرې ته هم اشاره کوي: ”زما څلور اولادونه په ښونځي کې ليک لوست کوي. ښوونکی يې هر وخت کورنی کار ورکوي او ورته وايي چې، که په کوم ځای نه پوهېدلاست، نو له مور او پلاره مرسته وغواړئ. خو زه سواد نه لرم، په لومړيو کې به مې ورته پلمې کولې، خو اوس چې دوی زلميان شوي دي، نو کومه پلمه نه شم ورته پيدا کولای چې، زما بې سوادي پټه کړي، اوس له همدې امله ډېر ځورېږم“. په ځينو ځايونوکې ليدل شوي چې، خلکو په ډېره مينه په کورسونو کې زده کړې پيل کړي دي، خو د بېلابيلوعواملوله مخې نه دي توانېدلي چې، خپلې زده کړې بشپړې کړي . د باميانو ولايت يوه اوسېدونکې مېرمن عذرا چې د سواد زده کړې د کورس شاګرده ده داسي وايي: ”خلک بېلابيلې پلمې کوي چې، موږ وخت نه لرو او يا مو مشران د کور په کارونو بوخت ساتي. ځينې وخت خلک له يوه ځای څخه بل ځای ته کډه کوي، ځکه کورسونو ته نه راځي او درسونه ځنې پاتې کېږي.
همدارنګه ځينې مېرمنې وايي چې، دوی ته د کورنۍ نارينه اجازه نه ورکوي چې، د زده کړې کورسونه ووايي“. خو پوښتنه داده چې، که خلک په پرله پسې ډول زده کړې پر مخ بونه زي، پايلې به يې څه وي؟ نورالله چې د سواد زده کړې کورس يې ويلی داسي وايي: ”دا ښکاره خبره ده چې، د دغه ډول خلکو زيار او زحمت بې ځايه ځې، بيا نو هغه دی چې، د ټول عمر لپاره به د ليک لوست له نعمت څخه بې برخې پاتې وي“. خوځينې خلک بيا د سواد کورسونو ته دتګ اسانتياوي نه لري. ذبيح الله د ليک لوست لپاره يوه بله لاره غوره کړې ده: ”زه دوکاندار يم، زما څنګ ته زموږ يوکليوال دوکان لري چې با سواد دی. يوه ورځ مې ورته وويل چې، ماته د ورځې ديوه يا نيم ساعت لپاره ليک لوست رازده کړي. د ده يې هم کور ودان زما خبره يې ومنله. بيا ما په بازار کې دسواد د زده کړې کتابونه رانيول او زده کړه مې پيل کړه. د دې کار به مې يو کال کېږي، اوس دادی په ليک لوست پوهېږم“. خو يوه مېرمن چې، ناجيه نومېږي څنګه يې ليک لوست زده کړ؟ دا وايي: ”زموږ په ګاونډ کې يوه باسواده ښځه اوسېده چې، خامک ګنډل يې زده نه و.
موږ په خپلوکې پرېکړه وکړه چې، زه به هغې ته خامک ورزده کوم او دا به ما ته ليک لوست راښيي. د دې کاريو کال تېر شوی دی. دادی اوس زه ليک لوست کولای شم او ددې خامک زده دی“. خو د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې د دفتر مرستيال، ښاغلی سيدمحمد خليق وايي: ”د سواد د زده کړې لپاره مناسب تعليمي نصاب جوړ او په پښتو او دري کتابونه چاپ شوي دي“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||