|
ابادۍ غږ : عام المنفعه ځايونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان ګڼ شمېر داسې عام المنفعه ځايونه او سيمې لري چې، عام خلک ګټه ځنې اخلي، خو لومړی به دا معلومه کړوچې، عا م المنفعه کومو شيانو يا ځايونو ته ويل کيږي؟ په دې اړه خلک بېلابېل نظرونه لري چې، دلته به د بېلګې په توګه د پلخمري ښار د دوو اوسېدونکو خبرې راواخلو: ١_ هغه شيان چې، ټول خلک ورنه ګټه اخلې، لکه دا زموږ د سيمې د اوبو بمبې ته عام المنفعه شی ويلای شو، ځکه چې ټول خلک اوبه ځنې وړي . ٢_ هغه شی چې، څښتن ونه لري يا د دولت مال وي او په ټول هېواد پورې اړه ولري مثلاٌ: پل، سړک، سيندونه او داسې نور عام المنفعه ځايونه ګڼلای شو. ځنګلونه، ښونځې، روغتونونه او داسې نورو ته عام المنفعه ويلای شو، خو دغه شيان ياځايونه په يوې دولتي ادارې پورې نه، بلکې په څو بېلابېلودولتي ادارو پورې اړه لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي: په دوی پورې اړوند عام المنفعه ځايونه، لکه تاريخي اثار او تفريحې ځايونه د جنګ جګړو پرمهال يا خو له منځه تللي او يا يې هم ځينې برخې ړنګې شويدي“. د کاپيسا ولايت يو اوسېدونکی محمد اکبر د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيانوي: ”ما وليدل چې، د جنګ پر مهال ځينو خلکو د برېښنا ستنې په مرميو ويشتلې، پرې کولې به يې او يا به يې د برېښنا مزې په بازار کې خرڅول. د همدې بريښنا له امله زموږ د سيمې کورونه، مسجدونه، روغتونونه او داسې نورځايونه روښانه وو. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د چارواکو په وينا چې، دبر ېښنا د لېږدولو هغه وسيلې چې د جنګ جګړو پر مهال له منځه تللې وې بېرته جوړې شوې دي، خو که چېرې د برېښنا دغه ستنې له منځه نه وای تللي، نو دغه پيسې چې، اوس په دې برخه کې لګېدلي، دا به زموږ په هېواد کې په بل شي مصرف شوې وای“.
ځينې خلک وايي چې عام المنفعه ځايونه اقتصادي، تاريخي او فرهنګې ارزښت لري. د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی خدايداد هم په دې باور دی: ” مثلاٌ د پغمان طاق ظفر او استا لف تخت د عام المنفعه ځايونو له جملې څخه دي“. که څه هم عام المنفعه ځايونه اکثره د اړونده دولتي ادارو له خوا ساتل کيږي خو يو شمېرعام ا لمنفعه ځايونه سيمه ييزو خلکو هم ساتلي دي، د بېلګې په توګه دننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ د ميملې يا نملې بڼ چې، د جلال اباد ښار لويديځ لوري ته د ( ٣٥) کيلو مترو په واټن پروت دی. د مملې باغوان عبدالحکيم وايي: ”دا باغ د جنګ جګړو پر مها ل د ولسي خلکو په مټ ساتل شوی دى. د وچکالۍ پر مهال مو اوبه په خپلو پيسو ورته اخستې او باغ مو له وچېدو ساتلی دی، دغه ډول موپه باغ کې ځينې کارونه د اشر له لارې هم کړي دي“.
د همدې سيمې يوبل اوسېدونکی محمد شفا وايي: ”ما څو ځلي د همدې باغ د اشر په کارونوکې برخه اخيستې ده، د اشريانو لپاره به مې له کوره ځينې د کار وسايل، ډوډۍ او چای هم له کوره راوړل. دا باغ موږ ته ډېر ارزښت لري مثلا دلته د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه خلک د سيل او تفريح لپاره راځي چې، له برکته يې موږ د افغانستان د بېلابېلو سيمو له دود او دستور سره اشنا شوي يو. بل دا چې دلته کوم خلک د تفريح او سياحت لپاره راځې، نو زموږ د خلکو له دوکانونو څخه سودا اخلي چې، دا هم موږ ته ډېره ګټه ده او بل زموږ سيمه د همدې باغ په واسطه شنه اوسمسوره ده“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||