|
د ابادۍ غږ: تاريخي اثار او ولايتي شوراګانې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت يو تن کارکوونکی زلمی امين وا يي چې له څو کلنو جګړو له امله دافغانستان په سلوکې (٧٠) تاريخي اثار له منځه تللي دي. د دغه ډول اثارو په ساتنه کې د ا طلاعاتو او فرهنګ وزارت تر څنګ ځينې نورې ادارې هم کارکوي، چې يوه اداره هم ولايتي شوراده. ولايتي شوراګانې دخپلو نورو مسئوليتونو ترڅنګ په دې باب هم مسئوليت لري. د ولايتي شوراګانو د قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې”ولايتي شوراګانې بايد د تاريخي اثارو د ورانۍ، غلا او قاچاقو په مخنيوي کې ونډه واخلي“. خو لومړی به دا وڅېړو چې تاريخي اثارڅه شی دي او څه ارزښت لري؟ زلمی امين وايي: ”هرمادي شی چې په لرغونې زمانه کې د بشر له خوا جوړ شوی او لږ تر لږه سل کاله لرغونتوب ولري، تاريخي اثرګڼل کيږي. تاريخي اثار پر دوه ډوله دي: منقول اوغير منقول. منقول هغه دي چې له يوه ځايه بل ځای ته وړل کېږي او غير منقول هغه دي چې له يوه ځا يه بل ځای ته نه وړل کيږي“. تاريخي اثار يوه هېواد او خلکو ته څه ارزښت لري؟ زلمی امين وايي ” تاريخي اثار هم اقتصادي او هم معنوي ارزښت درلودای شي. اقتصادي ارزښت يې دا دی چې که په يوه سيمه کې تاريخي اثار ښه وساتل شي نو هغې سيمې ته سيلانيان راځي، هلته پيسې مصرفوي، خلکو ته په دوکانونو، هوټلونو او مسافرخانوکې د کار زمينه برابريږي.
دهېواد بوديجې ته هم ګټه ده، کله چې سيلانيان د تاريخي اثارو د ليدلو لپاره ټکټ اخلي پيسې يې د دولت بوديجې ته ځي. معنوي ګټه يې دا ده چې کله سيلانيان او نور خلک تاريخي اثار ګوري، د هغه ځای له دود او دستور سره بلديږي، خپله د سيمې خلک هم د خپلو پلرونو اونکونو له دود او دستورنه خبريږي. کېدای شي د تاريخي اثارو په کتلو سره خلکو ته يو داسې تجربه روښانه شي چې خلک ګټه ځنې واخلي او په ژوند کې يې وکاروي“. زلمی امين زياتوي چې د تاريخي اثارو ساتل د يو ملت د تاريخ ساتل دی اوتاريخ د يوه ملت هويت اوپېژندګلوي ده. تردې ځايه خو د تاريخي اثارو پر ارزښت خبرې وشوې، اوس به دې ته راشو چې ولايتي شوراګانو تر اوسه په دې باب څه کړي دي؟ د کندهار د ولايتي شورا منشي بسم الله افغانمل وايي: ”په دې برخه کې د دوی لومړنی کار د کندهار په زاړه ښار کې د نارنج ماڼۍ وه، چې د افغانستان ډېرمهم تاريخي اثار هلته وه.
په دغه ځای کې له تېرو دېرشوکالو راهيسې په ډېرې بې احتياطۍ او بې رحمۍ سره کيندنې کېدلې. په دې ورستيو کې خلکو له هغه ځايه خاورې وړلې چې ولايتي شورا د دولت په مرسته د دغو کيندنو مخه ونيوله. د کندهار ولايتي شورا له دولت نه وغوښتل چې د نارنج ماڼۍ پر شاه وخوا يو دېوال راوګرځوي، تراوسه پورې د دېوال کار نه دی شوی خو هغه کيندنې بندې شوي دي“ . په دې باب د پروان ولايتي شورا وايي چې، دوی له خلکو سره غونډې کړي او هغوی يې د تاريخي اثارو په ارزښت پوه کړي دي. ولايتي شوراګانې دغه کار څه ډول پر مخ بيايي؟ د پروان ولايتي شورا وايي:” د بګرام ولسوالۍ په ”کافرکلا“ سيمه کې چې يو تاريخي ځای دی، خلکو کورونه جوړول، بيا دوی د دولت په مرسته د هغوی مخه ونيوله. دولت د دوی په مشوره هلته نظامي کسان لېږلي چې د کافرکلا ساتنه وکړي، د کافرکلا يواوسيدونکی وايي چې دوی (٤٨) کاله د دې سيمې ساتنه کړې ده. کله چې به دی په دې لاره کې له کومې ستونزې سره مخ کېده نو له دولت نه به يې مرسته غوښته او اوس بياخپلې دغه ډول ستونزې له ولايتي شورا سره شريکوي، ده د خپل کلي مشران د دغه تاريخي اثر په ارزښت پوه کړي دي، ځکه يې نوهغوی اوس ساتنه کوي.
|
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||