|
د ابادۍ غږ: زراعتي کوپراتيف | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د چنګاښ د مياشتي (١٢) مه نېټه د کوپراتيف نړيواله ورځ ده. په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په (١٣٤٨) لمريزکال کې د کرهڼې وزارت تر څارنې لاندې لومړنی زراعتي کوپراتيف جوړ شو او په رسمي ډول يې په خپل کار پيل وکړ. د تېرو څو کلنو جګړو په بهيرکې دکرهڼې د نوروبرخو په شان کوپراتيفونو ته هم زيان وره سېد. خو په وروستيو پنځوکلو کې د کرهڼې وزارت د (٧٢) مليونو افغانيو په ښه لګښت د افغانستان په (٣٣) ولايتونوکې ( ١٢٨٧) کوپراتيفونه جوړ کړل چې، (٢٠٠) زرو خلکو ونډه په کې واخيسته. ښايي له ځينو بزګرانو سره دا پوښتنه پيدا شي چې، زراعتي کوپراتيف څه ته وايي؟ دکرهڼې وزارت د کوپراتيفونو د انسټيټيوت يو کارکوونکی، صفدرسادات وايي: ” کوپراتيف د بزګرانو يوې ټولنې ته وايي چې، په خپله خوښه سره راټوليږي او د کرهڼې په برخه کې خپلې ستونزې هواروي البته کوپراتيفونه د خپلو ځانګړو قوانينو له مخې جوړيږي“.
دا چې د کوپراتيف اړتيا څه ده، د تخار ولايت يو بزګر داسي وايي: ” کله چې، خپل روميان پلورم، نو يومن يې په لس يا دوولس افغانيوخرڅيږي خو په ژمي کې چې، زموږ خپله روميان په کار وي، يو من يې په (١٢٠) افغانيو رانيسو، ځکه چې، د روبو جوړول مو نه دي زده “. بزګران دکال په اږدو کې ډېره خواري کوي خو کله چې ژمی راوره سيږي بيا خپله نورو ته احتياج وي، ځکه چې، د سرې بيه لوړه ده او ددوی حاصلات په ټيټه بيه خرڅيږي. که چيرې د بزګرانو حاصلات په مناسبه بيه وپلورل شي نو، اقتصادي ستونزې به يې څه نا څه هوارې شي. له دغو ټولو ستونزو سره سره بيا هم ځينو بزګرانو د کوپراتيف په مرسته خپلې ستونزې حل کړي دي. د پروان ولايت د چيکل د سيمې يو بزګر په دې اړه وايي: ”سپين ږيري او مشران سره راټول شولو او يوکوپراتيف موجوړکړ . دولت ميکانيزه وسايل په پور ورکول، موږ هم د کلي د بزګرانو په مرسته دغه پور تر لاسه کړ، اوس چې، د هرچا ترېشر يا ټرکټر په کار وي، کوپراتيف ته راځي او موږ يي ورکووږ د کوپراتيف د غړيو او عامو خلکو ترمنځ يوڅه توپيرشته، مثلا دکوپراتيف غړی چې، دتېلو پيسې خپله ورکړي په ټرکټر له سلو نيولې بيا تر دوولسو افغانيو پوري په ټرکټر کار کولای شي.
خو نور خلک بايد په ساعت کې له (٥٠٠) تر (٨٠٠) افغانيو پوري اجوره ورکړي. دغه پيسې د کوپراتيف خزانه دار ټولوي چې، په يوه برخه يې د دولت پور ور ادا کوو او په پاته پيسو يې اصلاح شوي تخمونه اود کرهڼې نور ضروري شيان رانيسو“. د دې کوپراتيف يو بل غړی وايي:” زموږ کوپراتيف (٤٠٠) غړي لري چې، په مياشت کې دوه ځله د ستونزو د هوارۍ لپاره غونډه کوو. د کوپراتيف رئيس زموږ ستونزې د ولايت د کرهڼې له رياست سره شريکوي او د متخصصينو (کارپوهانو) په مرسته د هوارۍ لارې چاري ورته لټوي. د بېلګې په توګه درې کاله مخکې زموږ د انګورو په تاکانوکې چرچرک پيدا شوي وو، بيا موږ د همدې کوپراتيف په مرسته ددغه چرچرک مخه ونيوله. بله ګټه يې دا ده چې، د پورله پيسوڅخه کار اخلو، کله چې، خپل حاصلات خرڅ کړو بيا دغه د پور پيسې بيرته ورکوو، له اصلاح شويو تخمونو او نورو اسانتياوو څخه هم ګټه اخيستلای شو. مخکې به موږ يو جريب ځمکه په سره لمر کې په دوو ورځوکې په غويانو يوې کوله، خو اوس دغه کار ډېر اسانه شوی دی اوبل هغه سره چې، له کوپراتيف له لارې يې اخلو د بازار تر سرې ښه ده“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||