BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:34 گرينويچ 2007 ,02 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: قومي شخړې

د ولايتي شوراګانو غړي

په افغانستان کې د تېرو څو کالو جګړو له امله، د نورو شخړو ترڅنګ داسي شخړې او لانجې هم راپيدا شوي چې، د دوو ډلو، دوو قبيلو او دوو سيمو تر منځ دي.

دغه ډول شخړې اکثره لومړی د جرګو، مرکو له لارې اوارېږي او که له دې لارې خلک روغې جوړې ته سره ونه رسېدل، نو بيا محکمې او يا عدليې وزارت د حقوقو څانګې ته ورځي.

خو ولايتي شوراګانې، چې د خلکو له خوا ټاکل شوي، د خپلو نورو مسووليتونو تر څنګ، په دې باب هم مسووليت لري.

د دغو شوراګانو د قانون د څلورمې مادې په درېيمه فقره کې راغلي: ”ولايتي شوراګانې بايد د اصلاحي جرګو له لارې د قومي او سيمه ييزو شخړو په اوارولو کې ونډه واخلي“.

د افغانستان د مشرانو په جرګه کې د ولايتي شوراګانو د کميسيون مشر، محمد عمر شېرزاد په دې باب وايي:

” په ١٣٨٥ لمريز کال کې يوازي دکندهار، غزني، کابل، بدخشان اوننګرهار ولايتي شوراګانو (١٦٦) دغه ډول شخړې اواري کړي دي“

خو پوښتنه دا ده چې دغه ډول شخړې څومره جدي او د خلکو ژوند يې له څومره کړاوونو سره مخ کړی دی؟

د شوراګانو مسووليت
 ولايتي شوراګانې بايد د اصلاحي جرګو له لارې د قومي او سيمه ييزو شخړو په اوارولو کې ونډه واخلي

په دې اړه د ميدان وردګو ولايت يوه مېرمنه وايي: ” زموږ په سيمه کې ديوه کلي له بل کلي سره د ځمکې پر سر شخړه شوه، يوې خوا له بلې خوا څخه يو سړی مړکړ، بيا قاتل لوری له سيمې څخه وتښتېده، جايداد او نور هرڅه يې پاته شول.

اوس چې، دقاتل لوري سړي هره ورځ، د دوی نارينه له کوره وزي نو ښځې يې تر هغو پوري په اندېښنه کې وي چې هغوی بيرته ترکوره پوري راځي“.

خو پوښتنه دا ده چې، ولايتي شوراګانې دغه ډول لانجې څنګه اواروي، په دې لار کې خلک څومره ونډه درلودای شي، په دې باب ښاغلی شېرزاد وايي:

”ځينې ولايتي شوراګانې د دغه ډول شخړو لپاره يو ځانګړی کميسيون لري او نوري بيا د دغه ډول لانجو لپاره يو مؤقتي کميسيون جوړوي، بيا دغه کميسيون د هغې سيمې اصلاحي جرګه او که جرګه نه وي، بيا د هغې سيمې قومي مشران او نور مخور مشران راغواړي.

ولايتي شورا او دغه ولسي خلک په ګډه د دعوه ګرو ډلو تر منځ منځګړتوب کوي، دلته ولسي خلک ستر رول لري او ولايتي شوراګانې يوازي د کوربه حيثيت لري.

قومي مشران او نور مخور خلک په ولس کې ډېر محبوبيت لري او ولايتي شوراګانې هم د ولس په رايو ټاکل شوي دي.

د شخړو په اوارولو کې دخلکو ونډه
د يو کلي خلک چې له شخړې سره مخ شوي وو
 ځينې ولايتي شوراګانې د دغه ډول شخړو لپاره يو ځانګړی کميسيون لري او نورې بيا د دغه ډول لانجو لپاره يو مؤقتي کميسيون جوړوي،

ځکه نو د دعوې دواړې خواوي تر ډېره حده د ولايتي شوراګانو پرېکړې مني او که چېرې يې ونه مني، نو بيا ولايتي شوراګانې دغه دعوه د دولت اجرائيوي ارګان ته لېږي“.

دا چې خلک دغه ډول شخړې څه ډول تر ولايتي شورا پورې ور رسوي او بيا يې ولايتي شوراګانې په عملي ډول څنګه اواروي، حاجي عبدالاحد چې، يو زميندار دی، په دې باب وايي:

” پروسږکال چې، په ارغنداب سيند کې اوبه لږ وې نو، د اوبو پر سر د ارغنداب، ډنډ، ژړۍ او پنجوايي ولسواليو د خلکوتر منځ جنجال جوړ شو، د هرې ولسوالۍ خلکو ويل :

زموږ ډېرې اوبه حق کيږي، کله چې موږ ترخپل منځ سره جوړ نه شولو نوبيا ولايتي شورا ته ورغلو او واک مو ورکړ چې، زموږ تر منځ منځګړتوب وکړي.

ولايتي شورا ته ځکه ورغلو، چې هغوی زموږ په رايو ټاکل شوي او دولس له منځه راوتلي خلک دي او زموږ په شخړو ښه پوهيږي“.

خو داچې ولايتي شورا دغه ستونزه څنګه اواره کړه، دکندهار د ولايتي شورا غړی، حاجي محمد قاسم په دې اړه وايي:

” له مربوطو ولسواليو څخه مو ګڼ شمېر قومي مشران، مخورخلک، ميرابان، داوبو رسول رئيس، بزګران ، باغوانان اوځمکه وال سره کښېنول اوبيا مو دغه شخړه اواره کړه“.

ځينې داسي خلک هم شته چې، د قومي او سيمه ييزو دښمنيو له امله د خپل وطن پرېښودلو ته اړشوي دي.

د اوبو ستونزه څنګه حل شوه؟
 له مربوطو ولسواليو څخه مو ګڼ شمېر قومي مشران، مخورخلک، ميرابان، داوبو رسول رئيس، بزګران ، باغوانان اوځمکه وال سره کښېنول اوبيا مو دغه شخړه اواره کړه
حاجي محمد قاسم

دغه خلک اوس له افغانستان څخه دباندي او ياخوله خپل وطن څخه ليري په يوه بل ولايت او ولسوالۍ کې اوسيږي .د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی، ډاکټرصديق مومند په دې باب وايي:

زموږ په سيمه کې دوو ډولو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه، په دې دښمنۍکې له يوې خوا يو سړی ووژل شو.

دمړي کورنۍ کډه بار کړه او په بله ولسوالۍ کې يې واړول، قاتل لوري هم خپله کډه بار کړه او د پاکستان په قبايلو کې يې واړول چې، اوس له ډاره خپل وطن ته نه شي راتلای“.

خو داچې ولايتي شوراګاني دغه ډول لانجې څه ډول اواروي، د ميدان وردګو د ولايتي شوراغړې، مېرمن بس بي بي وايي:

” زموږ په ولايت کې د دوو لويو کورنيو تر منځ دښمني وه چې، تر منځ يې مړي شوي وه او قاتل لوری له پنځو کالو راهيسي په پاکستان کې اوسېده بيا موږ پاکستان ته يو استازی ور ولېږه.

د قاتل لوري يو استازی مو راوغوښته، تر دې وروسته مو د سيمې د سپين ږيرو، قومي مشرانو او ديني عالمانو له لارې د دعوې د دواړو غاړو په مرسته دغه شخړه اواره کړه“.

د ډوډۍ خوړلو ميزد ابادۍ غږ
تاريخي اثار او ولايتي شوراګانې
 د مڼو چنجی د آبادۍ غږ
د مڼو چنجی
مايند آبادۍ غږ
ناچاوده توکي
 ښځې د ابادۍ غږ :
افغان ښځې له زده کړې نه بې برخې دي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>