BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ابادۍ غږ : د ماين د نښو پاکېدل

کوچيان، سيلاب او د ماينونو خطر

په کابل کې د (UNMACA) يا ماين پاکۍ نړيواله اداره وايي چې، په دې وروستي يوه کال کې چې، د ماين او ناچاودو توکو له امله کومې پېښې رامنځته شوي، ډېری قربانيان يې ماشومان دي.

دغه اداره زياتوي:” وروستيوسېلابونو، ماينونه او ناچاوده توکي له يوځای نه بل ځای ته وړي دي چې، له همدې امله يې ځينې پاکې شوي سيمي بېرته له خطره ډکې کړي دي. په دې اړه يوه مېرمنه وايي:

” د پروان ولايت په چاريکارو کې ماشومانو مالونه څرول. دوی په هغه ځای کې چې سېلاب راغلی و، د هاوان يوه مرمۍ موندلې وه، هغه يې په تيږه ټکول چې، ورباندي وچاودل او شپږ ماشومان يې مړه کړل، دغه مرمۍ سېلاب راوړې وه“.

د دغه ډول پېښو په اړه د ”يواين ماکا“ يوکارکوونکی، غلام علي خلکو ته سپارښتنه کوي چې، خپل ماشومان د ماين او ناچاوده توکو په خطر پوه کړي، دی وايي:

”هغه شيان چې، ماشومان يې نه پېژني، لوبې دي نه پرې کوي، ځکه چې، وروستيو سېلابونو په ځينو سيموکې ماينونه او ناچاوده توکي له ځان سره راوړي دي، کېداي شي چې، په پاکو شويو ځايونوکې بيا هم ماينونه او ناچاوده توکي وليدل شي“.

با خبر!
 وروستيوسېلابونو، ماينونه او ناچاوده توکي له يوځای نه بل ځای ته وړي دي چې، له همدې امله يې ځينې پاکې شوي سيمي بېرته له خطره ډکې کړي دي.
يواين ماکا

د سېلابونو په واسطه له راوړل شويو ماينونو او ناچاوده توکو سره نه يوازي کوچنيان، بلکې لويان هم مخ کېدای شي، په دې اړه د پکتيا ولايت يو اوسېدونکی وايي:

”ورور مې د باغ وياله پاکوله چې، ماين ورباندې وچاودېده او ويې واژه، پخوا دلته ماينونه نه وو، دغه ماين سيلاب راوړی و چې، تر شګولاندې پټ و“.

د ”يواين ماکا“ اداره وايې:”خلک بايد له دغه خطر څخه د ژغورلو لپاره لاندې ټکي په پام کې ونيسي:

”کله چې، ماينونه او ناچاوده توکي ويني، بايد د ماين پاکولو ادارو ته احوال ورکړي، هغه ځايونه دې وګوري چې، د ماين شک پرې کېدای شي.

ځکه ځينې وختونه د سېلاب اوبه پر هغو لوړو ژورو هم تېريږي چې، هلته پخواجګړې شوې وې، ددې امکان شته چې، له ځان سره خوندي سيمو ته ماينونه او ناچاوده توکي راوړي”.

د ماينونو له خطر سره د ځايي خلکو ترڅنګ،کوچيان هم مخامخ کېدای شي. په دې اړه يوه کوچۍ وايي:

د ماين نښه
 وروستيو سېلابونو او بارانونو په دښتو او غرونوکې د ماينونو له ساحو څخه ځانګړي نښې پاکې کړي دي، که چيري کوچيان ماين يا ناچاود ه توکي ويني، نو سمدلاسه دې ځايي اوسېدونکو يا ماين پا کانو ته خبر ورکړي
د يوان ماکا کارکوونکی

” زوی مې مالونه څرول چې، پر ماين وخوت او ټپي شو. په دې وروستيو وختونو کې سيلابونو زموږ څړځايونو ته بې شمېره ماينونه او ناچاوده توکي راوړي دي“ .

يوبل کوچی وايي:” سږ کال چې زموږ کډې پرلاره تېرېدلې، يوځای مې دومره ګڼ واښه وليدل چې، پخوا مې نه و ليدلي.

مخکې تر دې چې، هلته خپل پسونه ورولم، لومړی مې له ځايي اوسېدونکو نه پوښتنه وکړه چې، دلته خو به ماينونه نه وي.

د کوچيانو په اړه د ”يواين ماکا“ جارواکي وايي: ” اوس ځينې داسې ځايونه شنه شوي چې، پخوا سپېره ډاګونه وو، په کوم ځاى کې چې، تګ راتګ نه وي شوى، هلته دې کوچيان نه ورځي.

ځکه چې وروستيو سېلابونو او بارانونو په دښتو او غرونوکې د ماينونو له ساحو څخه ځانګړي نښې پاکې کړي دي، که چيري کوچيان ماين يا ناچاود ه توکي ويني، نو سمدلاسه دې ځايي اوسېدونکو يا ماين پا کانو ته خبر ورکړي“.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>