|
د ابادۍ غږ: د کبانود روزنې فارمونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څه موده وړاندي د افغانستان په ځينو ولايتونوکې سيلابو نه راغلل او خلکو ته يې درانه مالي او ځاني تاوانونه ور واړول، خو موږ به دلته لومړی پر دې خبرې وکړو چې، د کبانو ساتل يا روزنه څه ارزښت لري؟ د کاپيسا ولايت يو اوسېدونکى چې، د کبانو د روزنې فارم لري داسې وايي:” دکبانو روزنه اسانه کار دى، کم لګښت لري، هغه ناروغۍ چې نورو حيواناتو ته پيداکيږي، کبانو ته لږې پيداکيږي اوبل دا چې، د کبانو روزنه په لږه ځمکه کې هم کېداي شي. دکبانو د روزنې لپاره ښه ځای او اوبه ضرور دي اوبل داچې، سړی له بېل وهلو او يوې کولوڅخه خلاص وي، تراکتور او نورو قيمتي ماشينونو ته هم اړتيا نشته.
زه دکبانو په خرڅولو کې هيڅ ستونزه نه لرم، خلک هر وخت د کبانو غوښو ته اړتيا لري. زه د سالنګ په سيمه کې دوکان لرم، کله چې، خلک په دوبي کې د تفريح لپاره سالنګ ته راځي نو زه کبان ورباندي پلورم“. ښايي د کبانو د روزنې همدغو ښېګڼوځينې خلک دې ته هڅولي وي چې، د کبانو دروزنې فارمونه جوړ کړي. د کاپيسا ولايت اوسېدونکی، محمدالله هغه څوک دی چې، دکبانو فارم يې وروستيو سيلابونو له منځه وړی دی، دی وايي: ” ما خپل فارم له سيند سره نژدې جوړکړی و، ما داسې فکر کاوه چې، اوبه دکبانو لپاره ډېرې ضروري دي، نو له سيند سره د فارم جوړول به مناسب وي. د کبانو فارم مې د اولادونو د روزۍ يوازينۍ وسيله وه چې اوس له منځه ولاړ“. خو ځينې خلک بيا دکبانو د روزنې فارمونه د کار پوهانو په مشوره او لارښوونه جوړوي چې، له دغې جملې څخه يوهم نورحبيب يادولای شو، نوموړی وايي:
”ما چې د کبانو فارم جوړاوه نو، د کرهڼې وزارت ته ورغلم، هلته دکبانو د روزنې مسئول عبدالخليل فروغ راته وويل: "بايدفارم داسې ځای جوړ کړې چې، هلته سېلاب نه راځي اوبايد د سېلاب د راتلو په لارکې د يونيمو يا دوو مترو په جګوالي سره دتيږو يواستنادي دېوال جوړ شي". همدا رنګه بايد فارم سړک ولري چې، کبان بازار ته درسېدو په لارکې ضايع نه شي. بايدهڅه وشي چې د کارېزونو او چينو له اوبو استفاده وشي، ځکه چې، دغه اوبه د کبانو لپاره ښې او مناسبې دي خو هغه اوبه چې، له فارم څخه وزي دڅښلو وړ نه دي، خو دکښت او کروندې لپاره ښې دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||