|
دابادۍ غږ: دځنګلونو ساتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ځنګلونه د افغانستان طبيعي شتمني او ملي پانګه ده چې، د خلکو د ژوند په بېلابېلو برخو کې خورا ستره ونډه لري. د افغانستان ختيځ او جنوبي ولايتونه ډېر ځنګلونه لري چې، د تېروڅوکلنو جګړو له امله د دغو ځنګلونو ډېره برخه له منځه تللې ده. د خوست ولايت په بازار کې د ځنګلي لرګيو د پلورلو يو سوداګر، لعل خان په دې اړه وايي: ”په دې منډه يي کې په زرګونو خرواره لرګي موجود دي او هره ورځ پنځوس يا شپېته لارۍ موټرونه په لرګيو بارېږي اوله منډه يي څخه وزي“. د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ يوه سرحدي سيمه ده چې، لوړ غرونه لري او ځنګلونه لري.
ددې سيمې اوسېدونکي وايي چې، زموږ د سيمې په سلګونو ځوانان ځنګلونو ته ځي او دځنګله شنې ونې پرې کوي، لرګي يې راوړي او په بازار کې يې پلوري. د دې سيمې يو سپين ږيری وايي:” پخوا په دې ځای کې ډېرې غټې غټې ونې وې چې، يوې ونې يې يو موټر لرګي کول. خو ظالمانو خلکو دغه ونې ووهلې، دوی نه پوهېدل چې، دا به په راتلونکې وخت کې زموږ لپاره زيان وي. پخوا په دې غره کې وحشي ژوي او الوتونکې مرغان ډېر پيداکېدل، بس داسې و لکه يوژوبڼ چې وينې، خو کله چې، ځنګل ووهل شو نو هغه ژوي او مارغان ورک شول“ . خو پيرمحمدکاروان چې، دهمدې سيمې اوسېدونکی دی، دځنګلونو د ضرر په اړه وايي: ”پخوا دې ځنګلونو ډېره ښکلا درلوده، دومره ګڼ وو چې، د لمر وړانګې به ځمکې ته نه رسېدې.
بله خبره داوه چې، پخوابه سيلابونه ډېر لږ راتلل، ځکه چې د سېلاب په مخکې غټې غټې سټې پرتې وې، د اوبومخه به يې نيوله، خو اوس زموږ ډېرې ځمکې سېلابونو يووړلې اوخلکو ته په ميلونونو تاوان ورسېده“. پيرمحمدکاروان، د ځنګلونو په اړه يو شعر هم ويلی چې، يوه برخه يې يه دې ډول ده: ” مرغان دې راشي زمونږ لپوکې دې ځالې وکړي خو د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د سره کلي په سيمه کې بيا ځينو خلکو خپل ځنګلونه د ”اربکيو“ په مرسته ساتلي دي، په دې اړه د دې سيمې يو اوسېدونکی وايي: ”موږ د قومي اتحاد له مخې خپل ځنګلونه ساتلي دي پر کليو باندې مو اربکي ټاکلي دي، دغه اربکي پر ځنګلونو ګزمه يا پيره کوي، که څوک يې د ځنګل پر وهلو ونيو، نو د قومي پرېکړې له مخې يې ناغه کوي . اوس زموږ ځمکې سيلاب نه وړي، سيمه مو شنه اوسمسوره ده، وحشې ژوي په کې پيداکيږي، لکه زمريان، پړانګان، هوسۍ او غرڅه. دا دومره ګټه مو ځکه کړې چې، موږ خپل ځنګلونه ساتلي دي“.
|
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||