|
د ابادۍ غږ: سفر او د ماينونو خطر | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ماين پاکۍ دنړيوالې ادارې (UNMACA) په وينا چې، د ١٣٨٥ لمريز کال د جدې د مياشتې له لومړۍ نېټې څخه بيا د١٣٨٦ش کال دورې تر ختم پورې په ټول افغانستان کې د ماينونو او ناچاوده توکيو له امله (١٧٦) تنه مړه يا ټپيان شوي دي. په دغو قربانيانو کې (١٥٢) تنه يې نارينه او (٢٤) يې مېرمنې دي چې، له دې جملې څخه (٤٩) يې يوازي د سفر پر مهال مړه او يا ټپيان شوي دي خو داچې، خلک ولې د سفر پر مهال له دغه ډول پېښو سره مخ کېږي، د ننګرهار ولايت يواوسېدونکی اسدالدين په دې باب وايي: ”زه له پېښور څخه کابل ته راتلم، کله چې ورېښمين تنګي ته ورسېدم لاره بنده وه. د لارې ترڅنګ سيند ته د اوداسه لپاره ورکوز شوم. کله چې، بيرته موټرته راتلم پر ماين وختلم، پښه مې ټپي شوه چې، بيا ورسته ډاکټرانو پښه راڅخه پرې کړه“.
خو هغه خلک چې، د لارې د بندېدو پرمهال پر بله (متبادله) لاره ځي، هم له دغه ډول پېښو سره مخامخ کېږي. د پېښور يواوسېدونکی، منير په دې اړه وايي: ”ما په کابل کې وظيفه درلوده او د کوټې له لارې کابل ته تلم. کله چې، غزني ته ورسېدو، نو عمومي لاره بنده وه. موږ موټروان ته وويل چې، د لارې تر څنګ دښته کې موټر بوزي. ده هم زموږ خبره ومنله او موټر يې په دښته کې روان کړ. کله چي يوڅو متره ولاړو، نو زموږ موټر پر ماين وخوت او زما په ګډون په مو ټرکې ناست سپرلي ټول ټپيان شول“. کله ناکله د باران اوسېلاب له امله، ځينې لارې او سړکونه هم ويجاړ او خرابېږي. په دغسي يوه حالت کې موټر چلوونکی اړ کيږي چې، موټر پر بله لاره بوزي. د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی ګلاب په دې باب داسې وايي:
”پروسږکال زموږ د کلي ټول سړکونه سېل خراب کړل. زه يوه ورځ ښار ته په سودا پسې تلم، دا چې پخوانی سړک سېل وړی و نو موټر پر بله لاره روان شو. په دې وخت کې موټر پر ماين وخوت او زه په کې ټپي شوم“. د دې ترڅنګ د سفر پرمهال نا بلدي هم موټروانان او سپرلي له دغه ډول ستونزو سره مخ کولای شي. د لوګر ولايت اوسېدونکی عين الدين په دې باره کې داسې وايي: ”زه نوی له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی وم، په لاره کې نابلده وم، يو نا اشنا شي ته مې پښه وروړه، هغه له کاڼې سره ولګېده او راباندې وچاودېد“. خود دغسې پېښو د مخنيوي لارې چارې کومې دي؟ بريالی چې، د کابل مزارشريف پر لويه لاره موټر چلوي په دې باب وايي: "زه د لارې په اوږدوکې خپلو نابلدو سپرليو ته لارښوونه کوم چې، په هغه سيمه کې چې د ماينونو خطر موجود وي، له موټرڅخه ليري ولاړ نه شي. که ددوی کوم کار وي نو زه يو بلد او بې خطره ځای موټر ورته دروم“.
دا خو د خلکو تجربې خو، په کابل کې دماين پاکۍ د نړيوالې ادارې يا UNMACA وياند، احمد جان نوزادي په دې اړه داسي وايي: ” خلک با يد د سفر پر مهال له موټر چلونکو، سپرليو او يا په لاره کې د هوټلونو له خاوندانو څخه معلومات وغواړي او د سيمې د خونديتوب په اړه ځان ډاډه کړي. بل داچې، موټرچلونکي دې د لارو د بندېدو پر مهال نامعلومو لارو نه ځي. دغه ډول دې سپرلۍ هم موټروان نه مجبوروي چې، موټر پر نابلده لاره بوزي، ځکه چې، په ځينې دښتو کې ماينونه او ناچاوده توکې موجودوي اوياکېدای شي چې، سېلونو له بله ځايه راوړي وي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||