|
د ابادۍ غږ: نشه يانې ښځې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې، په هېواد کې نژدې يو ميلون کسان په بېلا بېلو نشو، لکه چرس، تارياک او پوډرو روږد دي چې، په سلو کې ( ١٣) يې ښځې دي. اوس پوښتنه دا ده چې، ښځې ولې نشو ته مخه کوي؟ په دې اړه د غزني ولايت يوه ميرمن چې، د نوم له اخستلو ډډه کوي وايي: ”زموږ په کورکې تارياک پراته وو، يوه ورځ مې سر ډېر درد کاوه، او د مۍ (ماش) د دانې په اندازه تارياک مې وخوړل او سر مې ورسره ښه شو. تر دې وروسته چې به مې هر وخت سر درد کاوه، نو تارياک به مې خوړل چې، په دې ډول په تارياکو اخته شوم“. خو د ننګرهار ولايت يوه پېغله نجلۍ بيا وايي: ”زه مې مور اوپلار پرته له دې چې له ما پوښتنه وکړي يوه سپين ږيري سړي ته يې ورکړم چې، د همدې غم له امله مې تارياکو خوړلو ته مخه کړه“. خو دا چې، په نشه يې توکو د روږدي کېدو نور عوامل څه دي، په دې اړه په کابل کې د رواني ناروغيو روغتون مرستيال، ډاکټر ښاغلی قريشي وايي:
د ښځو نشې څو لاملونه لري، لکه په سيمه کې د نشه يي توکو په اسانه پيداکېدل، د نشو له ضررونو څخه د خلکو ناخبري، بېوزلي او په کورنۍ درملنه کې د نشه يي توکو استعمال دی. نشه هم ټولنې او هم خپله ښځو ته ستونزې پيداکوي، د بېلګې په ډول کله چې، يوه نشه يي مور ماشوم نړۍ ته راوړي، نو هغه يو سالم شخصيت نه وي، ځکه چې مور يې معتاده يا نشه يي ده او ماشوم به يې له ذهني پلوه کمزوری، معيوب اويا ښايي معتاد پيداشي چې، بيا يې درملنه هم نه شي کېدای“. دا چې له نشه يي مورڅخه کمزوری او يا معتاد اولاد پيداکيږي، په دې اړه په تارياکو يوه روږده مېرمن وايي: ” زه په تارياکو روږدې وم، زوی چې مې پيداشو نو ډېر وچ او کمزورې و، څلور ورځې ژوندی و او بيا مړ شو“. خو څنګه کېداى شي چې، په نشه يوه روږدې ښځه له نشو نه وژغورل شي؟ په دې اړه دکابل پوهنتون د ارواپوهنې استاد، سراج الدين وايي: ” بايد نشه يي شخص په دې قانع کړو چې، دغه نشه د ده پر شخصيت بده اغېزه کړې چې، هم دی ناروغه، هم دټولنې داوږو بار اوهم يې خپله کورنۍ له ستونزوسره مخ کړې ده. نو د دې پر ځای چې، يو نشه يي ورټل شي، بايد دې ته وهڅول شي چې، نشو څخه لاس واخلي.
خو ځينې ميرمنې بيا په دې توانېدلي چې، نشه پرېږدي، د ميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ يوه اوسېدونکې، تاج بي بي چې، پخوا په نشه روږده وه، په دې اړه وايي: ”زموږ په خپلوانو کې يو واده و، اول خو يې سمه بلنه را نه کړه، بيا چې ورغلم سمه ستړې مشي يې راسره و نه کړه، ما ته هلته ډېر زړه لږ شو او ځان ډېر کوچنی راته ښکاره شو. کله چې کورته راغلم دکورنۍ غړو ته مې وويل چې، که تاسې مرسته راسره وکړئ نو زه نشه پرېږدم، هغوی هم راسره ومنله. په لومړيو پنځلسو ورځو کې ډېر تکليف راباندې تېر شو، اسهال راته پيداشو بدن به مې درد کاوه. ما دا هر څه وزغمل چې، باالاخره نشه رانه پاتې شوه چې، دا دی اوس روغه جوړه يمه. هغو ښځو به چې ما ته د نشې په دوران کې تاجۍ ويله اوس مې بېرته د تاج بي بي په نوم يادوي، هغه پخوانی عزت او درناوی مې بېرته ترلاسه کړ چې، دا ټوله د نشې پرېښوولو برکت و. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||