|
د ابادۍ غږ: د شاتو د مچيو ساتنه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وايي چې، په هېوادکې د مچيو د ساتنې کاروبار مخ پر ډېرېدو دی. خوکله ناکله داسې هم کېږي چې، د يوچا دشاتو مچۍ ناڅاپه ياغي کيږي او الوزي. د کابل ښار اوسېدونکی داور د خپلو سترګو ليدلی حال داسې بيانوي: ”زما د مچيو د ساتنې کار ښه پرمخ روان و خو وروسته راته معلومه شوه چې، مچۍ يوه يوه له صندوق څخه وزي او بيرته نه راځي“. عبدالرسول چې، دشاتو د مچيو په ساتلو کې ډېره تجربه لري داسې وايي: ”د مچيو تېښته بېلابېل سببونه لري.
يو داچې، کله د مچيو کورنۍ لويه شي نوپه يوه صندوق کې نه ځايېږي، بيا نوهغه دی چې، پردوو کورنيو وېشل کېږي اويوه کورنۍ يې له صندوق څخه وزي. بل دا چې، کله په صندوق کې فورمونه لږ شي نو هم مچۍ له صندوق څخه تښتي. فورمون هغوموادوته وايي چې، ملکه يې جوړوي او د دغو موادو له مخې يې د خپلې کورنۍ غړي پېژني. کله مچۍ وږي شي نوهم تښتي. ددې ترڅنګ که ملکه زړه شي نو هم دشاتو مچۍ له صندوق څخه تښتي. دمچيو تېښته نور عوامل هم لري، لکه ناسمې جنسي اړيکي (القاء) او يا په لمر کې د شاتو دمچيو دصندوقونو ايښوول“. خو دا چې، د شاتو د مچيو د مخنيوي لارې چارې څه دي، په دې اړه د عبدالبصير نظر پوښتو چې، هغه په دې باب ډېره تجربه لري: ”بايد د شاتو د مچيو خاوندان خپل صندوقونه ښه وساتي. کله چې پوه شول چې، په صدوق کې د مچيو شمېر ډېرشوی دی نو بايد سمدلاسه د بل صندوق غم وخوړل شي.
کله چې وليدل شول چې ملکه زړه شوې او يا په صندوق کې مچيۍ ډېرشوې نو بايد نوې ملکه پيدا کړي او د بل صدوق غم وخوړل شي. بايد صندوقونه په ساړه ځای کې کېښودل شي او که ساړه ځايونه نه وې نو بايد پر صندوقونو شنه بوټي واچول شي چې، صندوقونه ساړه وساتل شي“. د ننګرهار ولايت د کرنې په رياست کې د مچيو د روزنې مسئول، محمد اسماعيل وايي: هغه څوک چې غواړي د شاتومچۍ وساتي او خپله په دې باب تجربه ونه لري نو بايد چې، له کارپوهانو سره سلامشوره وکړي. که مچۍ د لوږې له لاسه تښتي، نو بايد يوه کيلو بوره له يوه ليټر اوبو سره ګډه او په يو لوښې کې يې واچوې او بيا دې يې په صندوق کې کېږدي چې، داکار دمچيو له تيښتې مخه نيسي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||