|
د ښار غږ: د سګرېټو څکولو زيانونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې، په روانه پېړۍ کې له سګرېټو څکولو څخه راپيدا شوي ناروغۍ، د يو مليارډ انسانانو ژوند تهديدوي . د روغتيايي کارپوهانو په وينا، د سګرېټو څکول انسان په بېلابېلو ناروغيو اخته کوي، لکه سرطان، د زړه کمزوري، د تنفسى سيسټم زيانمن کېدل او همدارنګه له وخت څخه مخکې غاښونه خرابوي. له همدې امله په ځينو هېوادونوکې په سرپټو او ګڼه ګوڼه ځايونوکې د سګرېټو پرڅکولو بنديز لګول شوى دی. د بېلګې په ډول په د فترونو، ښوونځيو، پوهنتونونو او روغتونونوکې د سکرېټو څکول منع دي. سګرېټ څکول د روغتيايي ستونزو ترڅنګ اقتصادي تاوان هم لري. په دې اړه د پروان ولايت د چاريکارو دښار يواوسېدونکى نورمحمد وايي: ”که څه هم د ومره پيسې نه لرم، خوبيا هم هره ورځ د (٥٠) افغانيو سګرېټ څکوم“. د کابل ولايت يو اوسېدونکي ذبيح الله بيا داسي وايي: ”ما ډېر وخت سګرېټ څکول. کله چې به ما سګرېټ څکول نو، ماشومانو به مې راته کتل،
ان تر دې چې، يوه ورځ زما وړوکي زوى زماد سګرېټو په لايټرخپل مخ وسوځاوه. نو هغه وچې تردې وروسته ما دسګرېټو څکول بس کړل. په هغو پيسو چې، پخوا به مې سګرېټ رانيول، اوس خپلو بچيانو ته مېوه رانيسم. بيا مې د سګرېټو د زيانونو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړل. اوس مې د سګرېټو څکولو ته هيڅ هوا نه کېږي“. دا چې، ماشومان په سګرېټو څکولوکې د لويانو پېښې کوي، په دې باب د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د اروا پوهنې دپوهنځي استاد، محمد ظاهر شمس داسې وايي : ”دا چې، ماشومانو له رواني پلوه پوره وده نه ده کړې نو په هرکارکې د لويانو پېښې کوي“. ګڼ شمېرخلک له کوچنيوالي څخه په سګرېټو اخته شوي دي. د بيلګې په توګه د کابل پوهنتون يومحصل نصير وايى: ” کله چې، زه ماشوم وم، ځوان ورور به مې سګرېټ څکول، ما ته به د ورور سګرېټ څکول ښه کار معلومېده، ما داسي فکرکاوه چې، دايو موډ او فيشن دی. هغه وچې، ماهم په سګرېټو څکولو پيل وکړ“.
د سګرېټو په اړه د خلکو يوشکايت دادی چې، ځينې خلک په سر پټو ځايوکې سګرېټ څکوي. روغتيايي کارپوهان په دې باور دي چې، دا کار نه يوازي خپله سګرېټ څکوونکي، بلکې هلته شاوخواخلکو ته هم زيان لري. په دې اړه د کابل ښاريو اوسېدونکى شهرزاد داسې وايي: ”زه خپله د سګرېټو له دود سره حساسيت نه لرم خو کله چى، څوک ووينم چې، په سر پټوځايوکې سګرېټ څکوي نو ورته وايم چې، دا کار هم خپله ده او هم نوروته تاوان لري“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||