BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:17 گرينويچ 2007 ,01 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: دنجونو بدل

دنجونو موخۍ (بدل)

په افغانستان کې د نجونو ”موخۍ“ يا په بدل واده کول له پخواڅخه دود دی، چې، دغه کار په کورنيوکې د بېلابېلو ستونزو سبب کېږي.

که څه هم دغه ستونزې له هيچاپټې نه دي، خو بيا هم ډېر خلک خپلې لوڼې او خويندې په بدل واده کوي.

خو پوښتنه دا ده چې، خلک ولې خپلې خويندې او لوڼې په بدل واده کوي؟ په دې اړه څو تنه خپل نظرونه په دې ډول بيانوي:

د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ يو اوسېدونکی شهاب الدين داسې وايي: ”زه معيوب يم، چا خپله لور يا خور نه راکوله، مجبور شوم چې، خپله خورځانته بدل کړم“.

د کابل ولايت د چار اسياب ولسوالۍ يو اوسېدونکی، سمسور بيا وايي: ”پيسې مې نه درلودې چې، ځانته واده وکړم. مجبوره شوم چې، خور مې بدل کړم“.

په بدل ورکړل شوې نجلۍ
په افغانستان کې ډېر خلک خپلې لوڼې او خويندې په بدل واده کوي.

د لوګر ولايت يو اوسېدونکی زړګی داسې وايي: ”زه د مور او پلار يو زوى يم، په کلي کې مو خپلوان نه درلودل، د دې لپاره چې، په کلي کې خپلوان پيداکړو، نو په بدل مې واده وکړ“.

ښايي د نجونو له بدل څخه دځينو خلکو هدف خپلوي وي او ياښايي ځيني خلک د ولور توان و نه لري، بدل کوي، خو پوښتنه داده چې، د بدل له امله ولې په کورنيوکې ستونزې راپيدا کېږي؟

ښايي داستونزې به ډېر علتونه به ولري، خو موږ دلته د بېلګې په توګه د يوڅوتنوکيسې وړاندې کوو. د لغمان ولايت يواوسېدونکی تاج محمد په دې باب داسې وايي:

“زماخور يوچا د خپل زوی لپاره غوښتله، خو زما پلار دا شرط ورباندې کېښود چې، ته به دې هم خپله لور زما زوی ته راکوې. زما دا واده نه وخوښ، خو پلار مې زما له خوښې پرته دغه کار وکړ.

څه موده وروسته دواړه ودونه وشول. له واده راهيسې زما او مېرمنې ترمنځ د مېړه او ښځې په ډول اړيکې نشته. څه موده وروسته زموږ له دغه ډول ژوند څخه زما خواښې هم خبره شوه.

ترخبرېدو وروسته زماخواښې خپل زوی دې ته وهڅاوه چې، دی هم له خپلې مېرمنې سره دغسې چلند وکړي. باالاخره دا کار ددې سبب شو چې، زوی يې خپلې ښځې ته طلاق ورکړ.

 زما ورور خپلې ښځې ته سره زر او ډول ډول کالي اخلي، ما ته يې ولې زما خاوند نه اخلي. که وس يې رسېږي کنه، بايد ماته يې هم واخلي“.
شفيقه

کله چې، زه خبر شوم چې، زما خور ته يې طلاق ورکړ، نوما هم خپلې مېرمنې ته چې، له لومړۍ ورځې مې خوښه نه وه، طلاق ورکړ“.

کله ناکله دبدليو(موخيو) تر منځ سيالي او شريکې هم په کورنيوکې د يو شمېر ستونزو لامل کېږي.

د کونړ ولايت يوه اوسېدونکې شفيقه چې، د ورور په بدل کې يې ورکړې ده، په دې باب داسې وايي:

”زما ورور خپلې ښځې ته سره زر او ډول ډول کالي اخلي، ما ته يې ولې زما خاوند نه اخلي. که وس يې رسېږي کنه، بايد ماته يې هم واخلي“.

کله چې، د بدليو ښځو په خاوندانو کې يو نفر خپلې ښځې ته په قهر شي او يايې ترمنځ څه لانجه او جګړه جوړه شي، نوبل لوری هم خامخا خپلې ښځې ته په قهرېږي اويا جګړه ورسره کوي.

دکونړ ولايت يوه مېرمن په دې اړه داسې وايي: ”زما بدلې هر وخت په کورکې له خواښي ياني زما له مور سره دکور په کارونوکې لانجې کوې.

دغه ستونزې څنگه له منځه تلاى شي؟
زوم او ناوې
 زما خاوند دومره وس نه لري چې، ماته ښه کالي واخلي، خو زه يې هم دې ته نه مجبوروم، خدای مهربانه دی. چې، پيسې پيدا کړي بيابه هرڅه راته واخلي.

کله چې، د هغې خاوند، ياني زما ورور ورته په غوصه شي. نوبيا زما خاوند هم بې ګناه وهي ترټي“.

خوڅنګه کېداي شي چې، دغه ستونزې له منځه ولاړې شي اوکورنۍ خوشاله ژوند ولري؟

دکابل ولايت يوه مېرمن چې، له نوم اخيستلو ډډه کوي په دې اړه داسې وايي:

”زما خاوند دومره وس نه لري چې، ماته ښه کالي واخلي، خو زه يې هم دې ته نه مجبوروم چې، هله ژرکوه ماته ښه شيان راوړه!

خدای مهربانه دی. چې، خاوند مې پيسې پيدا کړي بيابه هرڅه راته واخلي.

يو تن د سګرېټ څکولو پرمهالد ښار غږ
د سګرېټو څکولو زيانونه
ملکهد ابادۍ غږ
د شاتو د مچيو ساتنه
د سالنگ تونلد ابادۍ غږ
سفر او د ماينونو خطر
د سرو زرو دوکانښارغږ
سودا اخيستل
نشه يي توکيد ابادۍ غږ
نشه يانې ښځې
پاسپورټدښار غږ
تذکره او پاسپورټ
کب په فارم کېد ابادۍ غږ
د کبانود روزنې فارمونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>