|
دآبادۍ غږ: دکبانو خواړه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څه موده وړاندې مو په دې اړه يوه خپرونه درلوده چې، دکبانو د روزنې فارمونه بايد په داسې ځايونو کې جوړشي چې، د هغه ځای اوبه او هوا دکبانو دژوند لپاره مناسبه وي. خو په دې خپرونه کې به دکبانو د مناسبو خوړو موضوع څېړو. د کاپيسا ولايت اوسېدونکی سيف الدين وايي: ” ما د هغو کسانو په لارښوونه چې د کبانو په روزلو کې يې پوره تجربه درلوده خپلو کبانو ته خواړه ورکړل. د بېلګې په توګه بوس او غنمو اوړه مې ورکړه، خو بيا هم کبان واړه واړه دي هيڅ نه چاغېږي، نه پوهېږم چې ولي؟ کبان په مجموعي ډول پر دوو برخو وېشل کېږي چې، يو د تودو او بل دسړو سيمو کبان دي چې، د همدې وېش له مخې يې خواړه هم توپير سره لري.
يو شمېر خلک توانيدلي چې، د کرنې وزارت د کبانو د روزنې د مامورينو په لارښوونه د خپلو کبانو لپاره ترکيبي يا ګډ خواړه برابر کړي. د تخار ولايت اوسېدونکی سيداجان له دريو کلونو راهيسي د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍ کې د کبانو د روزنې فارم لري، دی داسې وايي: ”زه خپلو کبانو ته ترکيبي خواړه ورکوم، ښه نتيجه لري اوس مې کبان ښه غټ شوي دي، زه له دې خوړو څخه خوښ يم. زموږ فارم دومره لوی نه دی، يوازې درې حوضونه لري چې، هرحوض څلور متر پلنوالی او تقريبا دېرش پنځه دېرش متر اوږدوالی لري. که وغواړو سل کيلو ګرامه ترکيبي خواړه چمتوکړو، نو بايد (٤٦) کيلوګرامه د قصابۍ ضايعات لکه لری، کولمې او داسې نوروي. لس کيلو ګرامه د سويا اوړه اولس کيلوګرامه کنجاره هم ورسره ګډه شي. لس کيلو ګرامه تازه وينه، پنځه کېلوګرامه د غنمو سبوس، يونيم کيلو ويلي غوړي، يوکيلوکلسيم او يو نيم خورد مولټي ويټامين هم ورسره ګډ کړو. په پيل کې بايد د قصابۍ ضايعات ښه پاک کړو اولس دقيقې بخار ورکړو، تر هغه وخته ورته وګورو چې، لس دقيقې پوره شي، بيايې ماشين ته اچوو، چې له ماشين څخه د دانو په شکل راووزي. بيا دغه خوراک په لاس ښه سره ګډوو، کله چې دغه کار خلاص شو، نو خواړه تيار دي، اوس نوکولای شو چې، د مالدارۍ د مامورينو د ټاکل شوي مهالوېش له مخې يې کبانو ته ورکړو“. دکرنې وزارت دکبانو د روزنې د برخي مسئول، خليل الله د ترکيبي خوړو په باب د سيداجان خبرې ومنلې او زياته يې کړه:
“هغه څوک چې کبانو ته ترکيبي خواړه برابروي، بايد پاکوالې ته يې ډېره پاملرنه وکړي. مثلاٌ دقصابۍ ضايعات بايد تازه وي، وينه خرابه نه وي او يا خاوره ورسره ګډه نه وي، کلسيم اومولټې ويټامين تروخت نه وي تېر. خو بايد دغه خواړه د هغه ځانګړې مهالوېش له مخي کبانو ته ورکړل شي چې، د زراعت د مامورينو له خوا او يا د هغوی په خوښه او مشوره جوړ شوی وي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||