|
د ابادۍ غږ: په ودانيوکې د ناچاوده توکو کارول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ځينې خلک له ناچاوده توکوڅخه دکور په جوړولو کې کاراخلي. خو په دغو خلکو کې ځينې يې له خورا خطرناکو پېښو سره مخامخ شوي دي. د ماين پاکۍ د نړيوالې ادارې په وينا، د روان کال وروستۍ ارزونې ښودلې، چې په ټول افغانستان کې د مياشتې په اوسط ډول له (٤٠) څخه بيا تر (٥٠) پورې خلک د ماينونو او ناچاوده توکو له امله مړه کېږي. البته دا هغه شمېره ده چې يواځې له روغتونونو څخه په لاس راغلې ده، خو پوښتنه دا ده چې دغه پيښې ولې رامنځته کېږي؟ د پنجشير ولايت يو اوسېدونکی عنايت الله داسې وايي: ”د جنګ په وختونو کې زموږ د کلا دېوال درز کړې و، موږ غوښتل چې د کلا دېوال چپه کړو، ومو غوښتل هغه ناچاوده توکي، چې په دېوال کې کارول شوي دي، ليري کړو. کله چې مو دا کار پيل کړ، نو په دېوال کې چاودنه وشوه. د خاله زامنو مې له موږ سره کارکاوه، يويې شهيد او بل ېې ټپي شو“.
د افغانستنان په ډېروسيموکې خلکو په خپلو کورونو کې ناچاوده توکي کارولي دي. يوازې دکابل ولايت په يوه ولسوالۍ کې ليدل شوي، چې په (٣٠) کورونوکې له ناچاوده توکوڅخه کار اخيستل شوی دی. دکابل ولايت يو اوسېدونکی، چې له نوم له اخيستلوڅخه يې ډډه وکړه، بي بي سي راډيو ته وويل: ”موږ د دې لپاره په خپلو ودانيو کې له ناچاوده توکو څخه کار اخلو، چې کورونه مو ښکلي ښکاره شي. يوه ورځ مې وليدل، چې زموږ په کلي کې يوه سړي غوښتل له يوې ناچاودي مرمۍ څخه د کور په جوړولوکې کار واخلې، د راوړلو پر مهال مرمۍ وچاودله او د هغه سړي يو لاس پرې شو“. د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې نه يي غوښتل خپل نوم ياد کړي وويل: ”ما دخپلې کلا په دېوال کې د دې لپاره د بيم (٢١) ډکې مرمۍ کارولي دي، چې زما د کلا دروازه پرې ښکلې ښکاره شي“. د ده سبز ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالواسع په دې باب وايي: خلک نه يوازې دا چې په خپلو ودانيو کې د توپ له ناچاوده مرميو څخه کار اخلي، بلکې سطل، هاونګ، څټک او داسې نور شيان هم ځني جوړوي“.
خو د دغسې پېښو د مخنيوي لارې چارې کومې دي؟ په کابل کې د ماين پاکۍ د نړيوالې ادارې يا UNMACA) (وياند احمدجان نوزادي داسې وايي: ”په کورونو کې د ناچاوده توکو کارول ډېر خطر لري. په ځينو سيمو کې ليدل شوي چې پوره يوه کورنۍ يې له منځه وړې ده. نو خلکو ته زموږ توصيه دا ده چې ناچاوده توکې دې د خپلو کورونو په جوړولو کې نه کاروي. ځکه چې کله نا کله دغه ناچاوده توکي له لاس وهنې پرته دفشار او هوا د ګرموالي له امله هم چوي. کله چې خلک له کوم ناچاوده توکې سره مخامخ کېږي نوبايد ژر تر ژره د ماين پاکۍ ادارې، دولتي چارواکو او يا د جومات ملاامام ته خبر ورکړي“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||