BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:49 گرينويچ 2007 ,16 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د آبادۍ غږ: د کوچنيوالي ودونه

 د وړې نجلۍ د وړوکي دستمال ورکولو مراسم

په افغانستان کې ځينې خلک خپلو اولادونو ته تر (١٨) کاله کم عمرکې ودونه ور کوي، لکه (١٠_ ١٢) کاله او تردې هم کښته عمرکې هم دودونه کوي.

که څه هم په دې اړه کومه دقيقه شمېره په لاس کې نشته، خو د افغانستان د بشري حقونو ادارې يوازي تېرکال (٢١٣) کم عمره ودونه ثبت کړي دي.

اوس پوښتنه داده، چې ولې ځينې کورنۍ خپلو اولادونو ته په کوچنيوالي کې ودونه کوي؟

د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی حامد داسې وايي: ”زه د مور او پلار يو زوی يم، نو د دې لپاره، چې ميراث نه شم په کوچنيوالي کې يې واده راته وکړ“.

د ميدان ښار يوه مېرمنه نياز بي بي بيا په دې اړه داسې وايي: ”ما خپله لور ځکه په کوچنيوالي کې ورکړه، چې د زوم پلار يو شتمن او مالدارسړی و“.

په کم عمر کې ورکړل شوې نجلۍ
په کم عمر کې د ودونو کومه دقيقه شمېره نه ده معلومه، خو د افغانستان د بشري حقونو ادارې يوازي تېرکال (٢١٣) کم عمره ودونه ثبت کړي دي.
د بشري حقوقو استازي

خو په کم عمر ودونه د هلکانو او نجونو لپاره کومې بدې پايلې لري؟

په دې اړه دننګرهار ولايت يوه مېرمن زمروده داسې کيسه کوي:

”لور مې په کم عمرکې واده کړه، عقل يې پوخ نه و، دکور په کارونو نه پوهېده، د مېړه په کور کې به ډېر بدچلندورسره کېده.

د خاوند په حقوقو او د اولاد په تربيه هم سمه نه پوهېده. ځکه، چې کوچنۍ وه، خواښي به يې هروخت جنګ ورسره کاوه، د خاوند يې هم چندان نه خوښېده، باالاخره لورمې تنګه شوه او زما کورته راغله.

که څه هم ما له خسرخېلو سره پخلا کړه او بېرته مې ور واستله، خو بيرته خفه شوه او اوس زموږ کره ناسته ده“. شکيبا هم په کم عمرکې واده شوې ده، دا وايي:

”زه ډېره وړه وم، چې واده شوم، د پلار په کورکې مې هيڅ کار نه کاوه، خو دلته خسرخېل د کور ټول کارونه راباندې کوي“.

 ځينې کم عمره ودونه ډېرې ناوړه پايلې لري، ځکه چې پر دغه مهال يوهلک يانجلۍ خپله ماشوم وي او په عقلي او جسمي لحاظه هم کمزوري وي.
ډاکټر مير اکرم

خو ارواپوهان په کم عمر کې ودونه څنګه ارزوي؟ د کابل پوهنتون د ارواپوهنې استاد، ډاکټر مير اکرم داسې وايي:

”ځينې کم عمره ودونه ډېرې ناوړه پايلې لري، ځکه چې پر دغه مهال يوهلک يانجلۍ خپله ماشوم وي.

يوماشوم به څنګه وکولای شي، چې کورنۍ جوړه کړي، ټولنيز نزاکتونه او واقعيتونه درک کړي.

له بلې خوا په عقلي او جسمي لحاظه هم کمزوري وي او د ګډ ژوند ستونزې او غوښتنې په پام کې نه شي نيولای،

هغو کسانو، چې په کم عمرکې خپلو اولادونو ته ودونه کړي وي، بايد د ژوندپه چارو کې مرسته ورسره وکړي“.

خوددغسي ستونزو د مخنيوي لپاره بايد کوم ټکي په پام کې ونيول شي؟ د کنړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکی مجيد داسې وايي:

لور مې په کم عمرکې زما يوه ملګري خپل زوی ته و غوښتله، د هلک پلار دوه کاله راپسې و، چې واده په لاس راکړه.

ما هغه نه شوای خفه کولای، باالاخره مجبوره شوم، چې خپل ملګری کښېنوم او قناعت ورکړم.

وړه نجلۍ
د کوچنيوالي ودونه دوستي په دښمنۍ بدلولای شي.

ما ورته وويل، چې زما لور اوستا زوی دواړه واړه دي، که ودونه ورته وکړو، نو له ګڼ شمېرستونزو سره مخامخ کېږي.

دوی بې تجربې دي په خپل حق او حقوقو نه پوهېږي. په جسمي او عقلي لحاظ واده ته نه دي جمتو.

کېدای شي، چې تر واده وروسته يې ترمنځ شخړې پيدا شي، بيا به خدای مه کړه زما اوستا دوستي په دښمنۍ بدله شي.

نو ښه به داوي، چې تر هغو صبر وکړو، کله چې دواړه لوی شول، بيا به يې د واده غم وخورو، هغه و چې ملګري مي هم دغه خبره راسره ومنله“.

نجونې او ښځې د زدکړې پر مهالد ابادۍ غږ
نيمګړې زده کړې
يو پلار چې خپله لور يې په بدل ورکړې دهدابادۍ غږ
دنجونو بدل
يو تن د سګرېټ څکولو پرمهالد ښار غږ
د سګرېټو څکولو زيانونه
ملکهد ابادۍ غږ
د شاتو د مچيو ساتنه
چاودنه د ښار غږ
چاودنه او ځان ساتنه
د ميملې بڼابادۍ غږ
عام المنفعه ځايونه
نشه يي توکيد ابادۍ غږ
نشه يانې ښځې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>