|
د ابادۍ غږ: د څارويو خواړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ډېری خلک په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې ډېره ګټه وټه ترلاسه کوي. د بېلګې په ډول څاروي ساتي او بيايې له غوښو، وړيو، شيدو او داسې نورو څخه ګټه اخلي. خو ډېر داسې بزګر او کرونده ګر شته، چې د خپلو څارويو د خوړو په باب اندېښنه لري، په تېره بيا د ساړه ژمی په رارسېدو سره، چې واښه ختم شي، دغه وارخطايي او اندېښنې دوه برابره کېږي. د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ يو اوسېدونکی، نظرګل داسې وايي: ”زه تقريباٌ يونيم سل اسان او وزې لرم، هر وخت چې يې ګورم، نو خپل ځانونه په ديوالونو يا برق په ستنو پورې مږي“. د نوموړي سيمې يو بل اوسېدونکی، چې يعقوب نومېږي داسې وايي: ”زه غواګانې او پسونه لرم، خو دومره ژر ژر ناروغه کېږي، چې اوس مې له مالدارۍ څخه زړه بيخي تور دی “.
خو د ځينو خلکو څاروي بيا ښه غوښن او څورب دي. دکابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ يو مالدار، صوفي عبدالله د خپلو مالونو په اړه داسې وايي: ”زه خپلو څارويو ته ډول ډول خواړه ورکوم. ځينې خلک ټول کال خپلو څارويو ته شنه واښه ورکوي، خو په ژمې کې يوازې پروړ (بوس) ورکوي. زه په دوبي او پسرلي کې شنه واښه وچوم، بيايې په ژمې کې له بوسو سره ګډوم او څارويو ته يې ورکوم. کله چې مې کوم څاروی کمزوری شو، نو په خپل سر درمل نه ورکوم. زموږ په ولسوالۍ کې د زراعت مامورين شته، هغوی ته يې ورښيم او د هغوی په مشوره خپلوڅارويو ته درمل او خواړه ورکوم“. اوس پوښتنه داده، چې د څارويو لپاره ګټور خواړه کوم دي؟ د کرهڼې وزارت د مالدارۍ د څانګې مامور، ګل محمدساجد په دې باب داسې وايي: د څارويو خواړه له هغو موادو څخه عبارت دي، چې څارويو ته دښه محصول لپاره ورکول کيږي.
ښه خواړه له يوې خوا څاروي قوي کوي او له بلې خوا يې دناروغيو په وړاندې مقاومت ډېروي. هغه خلک، چې خپلو څارويو ته ښه خواړه نه ورکوي، نو څاروي يې په غوښه خوار او وړۍ يې رژېدلي وي. بايد وويل شي، چې دغه ستونزې څارويو ته د وېټامينونو دکمښت له امله پيداکېږي، ځکه چې د څارويو وجود هم د انسانانو په شان ويټامينونو ته اړتيا لري. د څارويو هغه خواړه، چې پوره ويټامينونه لري، شفتله، ريشقه (شپيشتې)، جوار، غنم، وربشي، کنجاړه، شنه کبله او داسې نور دي، خو بايد د دې خوړو تر څنګ څارويو ته نور خواړه هم ورکړل شي. بله ستونزه چې څاروي لرونکې او مالداران ورسره مخامخ دي، هغه د ژمې په موسم کې د وښو زېرمه کول دي. دکابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالواسع په دې اړه داسې وايي:
”تېرکال مې د څارويو وښوپوپنک کړی و، کله چې مې هغه واښه څارويو ته ورکړل، نو يوه غوا مې ناروغه شوه او پر قصاب مې خرڅه کړه. د وښود خرابېدو علت داو، چې دوښو د زېرمه کولولپاره مې مناسب ځای نه درلود“. خو د ژمې لپاره بايد واښه څنګه زېرمه شي او د وښو د زېرمه کولو لپاره مناسب ځای کوم دی؟ د پروان ولايت دکلکانو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرسول داسې وايي: ”ما د وښو لپاره يوه جلا کوټه جوړه کړې ده. د کوټې کړکۍ مې خلاصې پرې ايښي او جالۍ مې ورلګولي دي . کوټه مې ګل کړې. ددې لپاره چې واښه خراب نه شي نو کوټه مې ګل کړې چې له موږکانو او چرګانو څخه ساتلې شوې وي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||