|
دابادۍ غږ: زاړه خلک | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وايي چې جنت د مور او پلار تر پښو لاندې دی او زاړه خلک د کور کلي برکت وي، ځکه نو په افغانستان کې ډېری خلک خپلوسپين ږيرو او سپين سرو ته په درنه سترګه ګوري. په کورکلې کې يې احترام کېږي، په کورنيو کې واک لري او مرکې او جرګې دوی خلاصوي، خو له دې سره سره بيا هم هغه دچاخبره ديوه لاس په ګوتو کې هم فرق وي. د داسې خلکو هم کمی نشته چې خپل زاړه او محتاجه مشران ورڅخه ناراضه دي. د بېلګې په توګه د لغمان ولايت يواوسېدونکی محمداياز، چې (٨٥) کاله عمر لري په دې باب داسې وايي: ”په کور کې مې هيڅ قدر نشته، نه مې خوراک څښاک ښه دی، نه مې څوک د ناروغۍ غم خوري او نه مې څوک کاليو ته سمه پاملرنه کوي. زامن مې هيڅ خبره نه مني، زه يوه خبره او دوی بله کوي، په هيڅ کارکې مشوره نه راسره کوي.
داچې زامن مې احترام نه کوي، نږندې (مږندي) مې هم په کيسه کې نه دي، وايي چې زامن يې احترام نه کوي موږ يې څه کوو“. خو پوښتنه داده، چې ولې ځينې زاړه خلک دخپلې کورنۍ له غړو څخه ناخوښه دي؟ د کابل پوهنتون دارواپوهنې استاد پوهندوی غلام دستګير حضرتي داسې وايي: ”د زړو خلکو په ځوانۍ کې خلکو احترام کړی وي نو اوس کمی احساسوي، خو ټول خلک د زړو خلکو بې احترامي نه کوي، بلکې درناوی يې کوي او په درنه سترګه ورته ګوري“. دغه ډول دځينو کورنيو کشران هم له خپلو مشرانو يا زړو خلکو څخه دا ګيله لري، چې هر وخت او په هره خبره کې له قهر يا تندې لهجې څخه کار اخلي. د خوست ولايت يو اوسېدونکی اشرف داسي وايي: ”زه مې له خپل پلار څخه په دې ګيله من يم، چې په زور خپله خبره پر موږ مني، مثلاٌ زما لور، چې د ده لمسۍ کېږي، دی غواړي، چې يو چاته يې ورکړي، خو هغه خلک زما نه دي خوښ. پلار مې په دې اړه نه زما، نه زما د مېرمنې او نه مې هم د لور خبرو ته غوږ نيسي. بل دا چې هر وخت د خلکو په مخ کې ښکنځل راته کوي، ان داچې ځينې وختونه مې په امسا وهي. زه ځکه څه نشم ورته ويلای، چې پلار اومشر دی“. دا چې ولې زړو خلکو ته ژر درد ورځي، استاد حضرتي داسي وايي: ”زاړه خلک تر روحي او رواني فشار لاندې وي، ځکه نو ځان نه شي کنټرولولای او په تنده لهجه خبرې کوي او ځوانان داسې فکر کوي چې دوی غوصه دي“. خو په ټولوکورنيوکې دغه ډول ستونزې نه وي. د کابل ولايت د قرباغ ولسوالۍ يو اوسېدونکی محـدقاري وايي: ”په هغه کورکې، چې زاړه خلک وي، هلته برکت، اتحاد او خوشالي وي. خو که کوم جنجال پيدا هم شي، نو د دغو مشرانو په لارښوونه اوارېږي. موږ بايد د مشرانو له تجربو څخه ګټه واخلو او درناوی يې وکړو، ځکه چې پرموږ حق لري. وايي چې په پخوا زمانوکې يو چا خپل بوډا پلار په کجاوه کې اچولې و، چې يوځای ليري يې وغورځوي.
په دې وخت کې يې زوی دشا له خوا ورپسې غږ کړه، چې پلاره دا کجاوه وساته. کله چې ته زوړ شې نو زه دي هم په همدغه کجاوه کې اچوم او دلته دې غورځوم. دې سړي چې دخپل زوی خبرې واورېدې نو بيرته راوګرځېد او له خپل پلار څخه يې معافي وغوښتل. خو داچې د اسلام دين په دې اړه څه حکم کوي، مولوي منيرالدين برهاني داسې وايي: الله تعالی(ج) فرمايي: ”زما تر عبادت وروسته پر اولادونو باندې د مور، پلار اومشرانو درناوی فرض دی. يوازې د زړښت او ناروغۍ په وخت کې نه، بلکې په هر وخت کې دې يې احترام وشي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||