BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: جبري ودونه

يو تن د زوم په لاس نکريزې پورې کوي

د افغانستان د بشرې حقوقو خپلواک کميسيون وايي: ”په دې وروستيو څو کلونو کې دجبري ودونو شمېر ډېر شوی دی، چې موږ يوازې سږ کال په څلورو مياشتو کې ( ٥٨) جبري ودونه ثبت کړي دي“.

جبري يا په زوره هغو ودونو ته ويل کېږي، چې د هلک او نجلۍ په خوښه نه، بلکې د هغوی د مور او پلار په خوښه کېږي. د کونړ ولايت يو اوسېدونکی سميع الله تړون په دې اړه داسې وايي:

”د ځينو خلکو خپله خور او لور پر بل کور نه لورېږي، نو خپل وراره يا د تره زوی ته يې د هغه له خوښې پرته ورکوي“. دپکتيا ولايت يو اوسېدونکی، جنت ګل داسې وايي:

”د افغانستان په ځينو سيمو کې واک له هلک او نجلۍ سره نه، بلکې د کورنۍ له مشرانو سره وي، ځکه نو هغوی ته په زوره ودونه ورکوي” .

دا چې جبري ودونه څه پايلې لرې، د کابل ولايت يواوسېدونکی يما وايي:

 د ځينو خلکو خپله خور او لور پر بل کور نه لورېږي، نو خپل وراره يا د تره زوی ته يې د هغه له خوښې پرته ورکوي“.
سميع الله

”زما مور، پلار او دکورنۍ نورو غړو زما له خوښې پرته يوه نجلۍ راته کوژده کړه او دا اخطار يې راکړ، چې انکار به نه کوې.

ما بله هيڅ چاره نه درلوده، فکر مې وکړ، چې راځه ايران ته ولاړ شه! پلار ته مې وويل، چې زه د مزدورۍ لپاره ايران ته ځم، کله چې بېرته راغلم بيا واده کوم.

پلار هم راسره ومنله او زه ايران ته ولاړم.

شپږ مياشتې وروسته مې هلته له يوې افغانې نجلۍ سره واده وکړ، هلته څلور کاله پاته شوم، يو زوی مې هم پيداشو، خو په دې دومره وخت کې مې له کورنۍ سره هيڅ اړيکې نه درلودې.

کله چې موږ د ايران دولت راوشړلو، نو زه کابل ته راغلم. کله چې دپلار کره ورغلم،

نو هغه زما دمېرمنې په ليدو ډېر په قهر شو او راته ويې ويل، چې دې ښځې ته به طلاق ورکوې. اوس حيران يم، چې څه وکړم؟

نه يوازې هلکان، بلکې نجونې هم د جبري ودونو ښکارکېږي. په دې اړه دننګرهارولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ يوه مېرمن داسې وايي:

د جبري ودونو پايله
 خپلو کشرانو ته دهغوی له خوښې پرته ودونه ورکول ښې پايلې نلري، ان تردې چې له دې امله ځينې خلک په دښمنيو اخته کېږي.
مولوي هاتف

لور مې بل چا غوښتله، هر وخت به يې مرکې راتلې خو پلار يې نه ورکوله، بيا يې د نجلې له خوښې پرته خپل وراره ته ورکړه، چې نه د نجلۍ هلک خوښ و او نه دهلک نجلۍ.

هلک په يوه لاس او يوه پښه ګوډ و، ما ډېر ورته وويل، چې دا کار مه کوه، خو خاوند مې زما خبره ونه منله او نجلۍ يې ورکړه. تر واده وروسته چې به هره ورځ تېرېده، نو د لور ژوند مې ورسره خرا بېده.

يوه ورځ زه د ګاونډي کور ته تللې وم، چې چغه راپسي راغله ويل، هله لور دې وسوځېده! زه چې راغلم لور مې پرځان تېل اچولي و، دوې درې سلګۍ يې ووهلې اومړه شوه“.

خو هغو مشرانو، چې خپلو کشرانو ته د هغوی له خوښې پرته ودونه ورکړي دي اوس يې کورنۍ ژوند څه ډول تېرېږي؟ دپکتيا ولايت يو اوسېدونکی امان داسې وايي:

”ما ته مې پلار زما له خوښې پرته واده کړی دی، او س زموږ په ژوند کې بي باوري موجوده ده او هر وخت مو په کورکې شخړې او جنګونه وي، ځکه چې زه او مېرمن مې يو د بل په ژبه او د ژوند په طرز نه پوهيږو“.

دا چې داسلام دين دجبري ودونوپه اړه څه حکم کوي، مولوي محمدهاتف وايي: ”د اسلام دين جبري ودونه ناروا ګڼلي دي، د هلک او نجلۍ خوښه يې شرط بللې ده او په زوره نکاح نه کېږي“.

 د اسلام دين جبري ودونه ناروا ګڼلي دي، د هلک او نجلۍ خوښه يې شرط بللې ده او په زوره نکاح نه کېږي“.
مولوی هاتف

خو داسې مور او پلار هم شته چې، په دې اړه له خپلو اولادونو سره مشوره کوي.

دکندزولايت يو اوسېدونکی جلال وايي: ”مامې خپلې مېرمنې ته وويل، چې زوی مو زلمی شوی دی راځه چې واده ور ته وکړو.

هغې راته وويل، چې د فلاني لور به ور وغواړو، څومره ښه نجلې ده، تاخو يې ډوډۍ ليدلې ده، دکور ژوند به مو ورسره ښه شي. ما ورته وويل، ښه به دا وي چې لومړی له هلک څخه پوښتنه وکړو.

مېرمنې مې هم داخبره راسره ومنله او زوی مو راوغوښت. زوی مو وويل، چې دا نجلۍ زما نه ده خوښه او موږ ته يې هم قناعت راکړ، هغه و، چې موږ تر دې واده تېر شولو“.

خپلو کشرانو ته دهغوی له خوښې پرته ودونه ورکول ښې پايلې نلري، ان تردې چې له دې امله ځينې خلک په دښمنيو اخته کېږي، ځکه خو د اسلام دين هم جبري ودونه منع کړي او د هلک او نجلۍ خوښه يې په کې شرط ګڼلې ده.

د آس ساتونکید ابادۍ غږ
د څارويو خواړه
سپين سرې ښځهدابادۍ غږ
زاړه خلک
د هاوان ناچاوده ګولۍد ابادۍ غږ
په ودانيوکې د ناچاوده توکو کارول
نجونې او ښځې د زدکړې پر مهالد ابادۍ غږ
نيمګړې زده کړې
يو پلار چې خپله لور يې په بدل ورکړې دهدابادۍ غږ
دنجونو بدل
يو تن د سګرېټ څکولو پرمهالد ښار غږ
د سګرېټو څکولو زيانونه
ملکهد ابادۍ غږ
د شاتو د مچيو ساتنه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>