|
ابادۍ غږ: دوحشي ژويو او مرغانو ښکار | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا پروگرام ددې ځاى پر کېکاږلو سره اوريدلى شئ افغانستان پخوا د ډول، ډول وحشي ژويو او الوتونکو مرغانو کور و، لکه زمريان، پړانګان، مارکوپولو پسونه، هوسي، بازان اوداسي نور. خو په دې وروستيو دريو لسيزوکې دغه ژوي او الوتونکي مرغان له منځه ولاړل، چې له همدې امله په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د افغانستا ن جمهور رئيس حامد کرزي ( ٥٣ ) ګڼه فرمان صادر کړ. ددې فرمان له مخي دپنځو کلنو لپار د وحشي ژويو او الوتونکو مرغانو ښکار بند دی، خو پوښتنه داده چې د وحشي ژويو او الوتونکو مرغانو د له منځه تللو علت څه دی؟ دغزني ولايت يواوسېدونکی ادم خان وايي :
” پخوا زموږ په سيمه کې ډېر بازان پيداکېدل، خو اته کاله مخکې له پاکستان څخه ځينې خلک راغلل او له ځايي خلکوڅخه به يې دغه بازان په ډېره لوړه بيه رانيول، نو هغه و چې زموږ دسيمې بازان ټول ښکار شول. دخوست ولايت يواوسېدونکې شيرافضل وايي : ” زموږ په ځای کې دحيواناتو دله منځه تللو اساسي علت جنګ جګړې او د خلکو له خوا بې رحمانه ښکارو“. دکونړ ولايت يواوسېدونکی شکرالله وايي: ” کله چې په کونړکې ځنګلونه دخلکو لخوا ووهل شول نو ورسره سمه وچکالي هم راغله چې له همدې سره حيوانات اومرغان هم ورک شول“. په کابل کې دچاپېريال ساتنې د رياست کارکونکی عبداوکيل وايي: ”وحشي ژوي او الوتونکي مرغان نه يوازي داچې دچاپېريال په ښکلا کې ستر رول لري، بلکې اقتصادي، زينتې او تفريحي ارزښت هم لري“. همدغوارزښتونو ته په پام سره دبدخشان ولايت دتګاب کشم ولسوالۍ د خنبق کلي اوسېدونکو پرېکړه کړې ده
چې نور به د وحشي ژويوو اوالوتونکو مرغانو ښکار نه کوي.دهمدې کلي يواوسېدونکی احمدالله داسي وايي: ” هغه غرڅونه، غرنۍ مېښې، پړانګان ، يږان او ټول هغه وحشي ژوي چې موږ پخواپه خپل وطن کې ليدلي وو او دلته يې ژوند کاوه او بيا ورک شول، اوس بيرته پيداشوي دي. ددې وحشي ژويو دبيرته پيداکېدو اساسي علت دادی چې په ١٣٨١ ش کال د ولسي دشورا لخوا پرېکړه وشوه چې ښکار بند دی او تر اوسه پوري هم دغه پرېکړه پرځای ده اوټول خلک يې مني“. دهمدې کلي يوبل اوسېدونکی سيدعبدالمقيم له دې پرېکړې څخه دسرغړونې په اړه وايي: ”که څوک يوه زرکه ښکار کړي نو (١٠٠٠) افغانۍ جريمه او دولس ورځې به په والسوالۍکې بندي وي. دغه ډول که څوک يوغرڅه ښکار کړي، نو شپږ مياشتې به قيد تېروي. يوه ورځ يوه سړي ديوه مړه غرڅه ښکرونه راوړي وو اوقسم يې خوړ چې داغرڅه خپله مړ شوی اومايې ښکرونه راوړي دي.
خوبياهم خلکويوازي د ښکرونو په راوړلو سره شپږ مياشتې بندي کړ. ددې وحشي ژويواومرغانو ګټه داده چې ښکلي دي اوزموږ سيمه په ښکلې ده. بله خبره داده چې دلته سيلانيان راځي موږ ته دموټرو دکرايې، د هوټل، ډوډۍ او لارښوونې پيسي را کوي“. ددې کلي ملاامام داسي وايي: ” د اسلام له نظره ښکار مباح ګڼل کيږي. خو په هغه صورت کې چې دښکار له امله دوحشي ژويو او الوتونکو مرغانو نسل له منځه ولاړ نه شي، ځکه چې په شريعت کې دحيواناتو نسل ورکول منع ښودل شوی دی.” |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||