BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:17 گرينويچ 2007 ,17 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: دنشو پرېښودل

يو تن معتاد چي اوس يې پرېښې ده

دملګرو ملتونو دنشه يي موادو د کنټرول ادارې يا (UNODC) د ( ٢٠٠٦) کال دڅېړنې له مخې په ټول افغانستان کې نږدې (٩٢٠٠٠٠) کسان په بېلابېلونشه يي موادو روږد وو.

خو له وروستيو څېړنو داسي ښکاري چې دغه شمېر ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو دی. په کابل کې د رواني روغتون ډاکتر، منير احمد احمدي داسي وايي :

” موږ په دې وروستيو دوو کلونوکې د (١٣٠٠) په نشه روږدو ناروغانو درملنه کړې ده.

 موږ په دې وروستيو دوو کلونوکې د (١٣٠٠) په نشه روږدو ناروغانو درملنه کړې ده.
منير احمد احمدي

دا چې موږ ته ډېر معتادين راځي نو موږ له دوی څخه په دې باب ډېرې کيسې هم اورېدلي دي.

د بېلګې په توګه يوې غريبې مور چې زوی يې په هېروينو روږدي و، د درملنې لپاره يې د کور لنګه غوا پلورلې او د خپل زوی درملنه يې وکړه.

يوه بل معتاد چې زموږ روغتون ته راغلی و، کوچني زوی يې د پوډري پېغور ورکړی و،

بس دغه پېغور بد پرلګېدلی و او موږ ته راغی چې پوډر پرېږدي اودځان درملنه وکړي“.

خو هغه کسان چې په هېروينو يا نورو نشو روږدي دي، څه ډول ژوند لري؟ دکابل ښار يو اوسېدونکی عاشق الله داسي وايي:

”زه په کور کې هيڅ عزت او اعتبار نه لرم، خلک مې ډېر ځوروي، د کوڅې ماشومان مې په تيږو ولي او د پوډري نارې راپسي وهي“. يو بل ځوان چې زهير نومېږي داسي وايي:

يو تن معتاد چي اوس يې پرېښې ده
 کوچني زوی يې د پوډري پېغور ورکړی و، بس دغه پېغور بد پرلګېدلی و او موږ ته راغی چې پوډر پرېږدي اودځان درملنه وکړي“.
ډاکتر، منير

”زه ډېرځورېږم چې ولي مېرمن، اولادونه او په کورکلي کې عزت نه لرم“. يوبل ځوان چې زرين نومېږي داسي وايي:

”ما خپله ټوله شتمني د پوډرو په نشه کې بايلول خو اوس مې هوډ کړی چې نشه پرېږدم.

يوبل ځوان ابراهيم بياداسي وايي: ”زه پخوا په پوډرو معتاد وم چې له دې لارې ډېر پوروړی شوم.

زماسره پيسې نه وې، هغه خلک چې ماپيسې ځنې پورکړي وې پلار ته مې راغلل. له هغه سره هم پيسې نه وې.

بس پر همدې خبره يې زما سپين ږيری پلار وواهه، له ماغې ورځې راهيسې ماکلک هوډ وکړ چې نور به پوډر نه څکوم.

هغه وچې پوډر مې پرېښودل او اوس دادی د ماما ټکسي چلوم او کور ته حلاله روزي ګټم“.

ډاکټر منير احمد هغوکورنيو ته چې يو غړی يي په نشو روږدي وي، داسي وايي:

يو تن معتاد چي اوس يې پرېښې ده
 ما ډېر وخت خپل پوډري ورور واهه چې پوډر پرېږدي. بيامې ورور ته عذر او زارۍ پيل کړې چې نشه پرېږدي. اوس يې نشه پرې ايښې ده.
وکيل احمد

”خلک بايد معتاد ناروغان د وهلو له لارې نشې پرېښودلو ته اړنه باسي،

بلکې دنشې ضررونو ته يې متوجه کړي، دنورو معتادينو د خراب ژوند په اړه دي کيسې ورته وکړي.

دغه ډول دي يې خپلوکورنيو مسئوليتونوته پام راواړوي“. دنشې د پرېښودلو په باب دکابل ښار يو اوسېدونکی وکيل احمدوايي: ”

ما ډېر وخت خپل پوډري ورور واهه چې پوډر پرېږدي.

خو وروسته پوه شوم چې دادحل لار نه ده. بيامې ورور ته عذر او زارۍ پيل کړې چې نشه پرېږدي.

او س دادي يو نيم کال کېږي چې ورور مې نشه پرې ايښې ده، ښه صحت او ژوند لري“.

د ځنګلونو ساتنه دابادۍ غږ
د ځنګلونو ساتنه
سره مميزدابادۍ غږ
د مميزو بازار
ناچاوده توکيد ابادۍ غږ
ماينونه او د خلکو خبرول
د کبانو خواړهدآبادۍ غږ
دکبانو خواړه
يوه ناوې چې په جبر وديږېد ابادۍ غږ
جبري ودونه
د آس ساتونکید ابادۍ غږ
د څارويو خواړه
سپين سرې ښځهدابادۍ غږ
زاړه خلک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>