BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 13:57 گرينويچ 2007 ,12 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: د ځنګلونو ساتنه

د ځنګلونو ساتنه

په افغانستان کې دوه ډوله ځنګلونه موجود دي چې، يو يې صنعتې يانې هغه ځنګلونه چې له لرګيو څخه يې په صنعت کې کار اخستل کېږي او بل يې هم د مېوه لرونکو ونو ځنګلونه دي.

په هغوسيموکې چې ځنګلونه وهل شوي، خلک يې له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي، د بېلګې په توګه د کنړ ولايت يو اوسېدونکی، شير زمان داسې وايي:

”ځنګلونو په وهلوسره نه يوازي داچې موږ د خپلې سيمې سمسورتيا له لاسه ورکړې ده،

بلکې له دې امله مو خلک هم په دښمنيو اوښتې دي، يو سړی وايي چې دا ځنګل زما اوبل وايي چې نه دا زماځنګل دی.

بل داچې هرکال مو سېلابونه په زرګونو هکتاره کرنيزه ځمکه وړي چې، دايو ډېرغټ زيان دی. بل داچې هوا هم ککړه شوې ده او ناروغۍ ډېرې شوي دي“.

وهل شوي ځنګل
 ځنګلونو په وهلوسره نه يوازي داچې موږ د خپلې سيمې سمسورتيا له لاسه ورکړې ده، بلکې له دې امله مو خلک هم په دښمنيو اوښتې دي.
شير زمان

ځنګلونه، نه يوازي داچې، په چاپيريال ساتنه اوسمسورتيا کې ستر رول لري، بلکې دځمکو اوغرونودښويېدو مخنيوی هم کوي.

په دې اړه دکرنې وزارت دځنګلونو او څړځايونودرياست مرستيال تيمور احمد احمديار وايي:

” دځنګلونوونې غټې وي، کله چې بارانونه او واورې ورباندې وشي نو داوبو شدت کموي چې، په دې ډول دځمکې دښويېدو مخه نيسي.

نوداچې ديوې سيمې ځنګلونه وهل کېږي ښکاره خبره ده چې دهماغې سيمې د اوسېدونکو راتلونکی ژوند له بد مرغيوسره مخامخ کېږي .

ځکه چې ونې له منځه ځې، لرګي او مېوې ورک کېږي، ځمکې دسيلابونو په وړاندې مقاومت نشي کولای، کرنه او مالداري کمزورې کېږي چې په نتيجه کې يې دخلکو ژوند له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېږي“.

دهمدې ټکيوپه پام کې نيولوسره د بدخشان ولايت دتګاب کشم ولسوالۍ خلکوپرېکړه کړې چې نور به خپل ځنګلونه، نه وهي. ددې سيمې يواوسېدونکی خان اغا داسي وايي:

” زموږ په سيمه کې يوغر دی چې پخواډېرې ونې پکې ولاړې وې، خوبياخلکو ووهلې.

د ځنګل وهلو زيانونه!
د ځنګلونو ساتنه
 ” دځنګلونوونې غټې وي، کله چې بارانونه او واورې ورباندې وشي نو داوبو شدت کموي چې، په دې ډول دځمکې دښويېدو مخه نيسي.
تيمور احمد احمديار

کله چې سېل راغی نوخړه يې زموږ پر کورونو راوړل او کورونه يې راويجاړ کړل، په سلګونو څاروي مو مړه او يا سېل يووړل.

ددې ترڅنګ موډېرې ځمکې هم سېل ويجاړي کړې، نوله همدې امله موږ سره راټول شولو او په قومي سطحه مو داپرېکړه وکړه چې نور به ځنګلونه، نه وهو، ټولوخلکو دغه پرېکړه ومنله اوتراوسه يې هم مني.

کله چې دسونګ موادوته اړتياپيداکېږي، نودځنګله له وچو لرګيو او د څارويو له خوشايو څخه کار اخلو“. ددغې سيمې يو بل قومي مشر حاجي اورنګ داسي وايي:

” موږ په دې پرېکړې سره ډېري ګټې کړي دي. مثلاً يوخو په دې شپږوکلونوکې چې څومره واورې شوي اويا سېلونه راغلي دي، نو موږ ته يې هيڅ زيان نه دی رسولی.

بل داچې هغه وهل شوي ونې اوس بيرته راشنې شوي دي، سيمه مو سمسوره ښکاري، هوا پاکه شوېده، ناروغۍ ورکې شوي دي او په ځنګله کې وحشي حيوانات بيرته پيداشوي دي“.

سره مميزدابادۍ غږ
د مميزو بازار
ناچاوده توکيد ابادۍ غږ
ماينونه او د خلکو خبرول
د کبانو خواړهدآبادۍ غږ
دکبانو خواړه
يوه ناوې چې په جبر وديږېد ابادۍ غږ
جبري ودونه
سپين سرې ښځهدابادۍ غږ
زاړه خلک
د هاوان ناچاوده ګولۍد ابادۍ غږ
په ودانيوکې د ناچاوده توکو کارول
وړه نجلۍد آبادۍ غږ
د کوچنيوالي ودونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>