BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دابادۍ غږ: د مميزو بازار

د مميزو بازار

د افغانستان د زراعتي محصولاتو په لړکې يو هم مميز يا وڅکي دي چې، هر کال په لوی شمېر کې ځينو بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

مميز څو ډولونه لري چې موږ دلته دسرو مميزو (ارتاويو) موضوع څېړو.د کابل ګمرک چارواکي وايي:

”تېرکال (٢٤٥٦٢) ټنه مميز بهرنيو هېوادونو ته صادرشوي دي.که څه هم مميز ښه بازار لري خو د ځينو سيمو خلک شکايت لري چې مميز يې په مناسبه بيه نه خرڅېږي“.

دکابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ يو دوکاندار عبدالغفور داسې وايي: ”که سوداګر مميز وانه خلي نو موږ داسې فکر کوو، هغه پيسې چې موږ په دې لار کې مصرف کړي دي، وسوځېدې“.

خو ددې ولسوالۍ ځينې دوکانداران بيا دغه ډول ګيله نه لري. ددې ولسوالۍ يو بل دوکاندار دل اغا داسې وايي:

 که سوداګر مميز وانه خلي نو موږ داسې فکر کوو، هغه پيسې چې موږ په دې لار کې مصرف کړي دي، وسوځېدې.
عبدالغفور

”ما سږکال پنځوس خرواره مميز وپلورل او ښه مناسب عايد مې ترلاسه کړ“.

خو دلته پوښتنه پيداکېږي چې، ولې د يوه سړي مميز په ګرانه او د بل دا ارزانه پلورل کېږي؟ دا پوښتنه د مميزو يو سوداګر، حاجې باچا ځوابوي:

”که مميز پاک وي، نو خامخا اخستونکې لري او که خاوره ولري يا نور شيان ورسره ګډوې نو هغه مميز څوک نه اخلي.

ددې کار دليل دا دی چې، خلک د انګورو د وچېدو په وخت کې سمه پاملرنه نه کوي،

ځکه چې له مميزو سره خاوره يا نورخس وخاشاک ګډ وي، چې په دې ډول سوداګر باور نه ورباندې کوي“.

خو ددې کار مخنيوی څنګه کېداي شي؟ دکابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ يو اوسېدونکی، ګل اغا داسې وايي:

زه انګور داسې ځای وچوم چې هلته خاورې اودوړې نه وي.

کوم مميز خلک اخلي
د مميزو بازار
 که مميز پاک وي، نو خامخا اخستونکې لري او که خاوره ولري يا نور شيان ورسره ګډوې نو هغه مميز څوک نه اخلي.
حاجي پاچا

يوټاټ يافرش اواروم او بيامميز پر اواروم، که ميدان خاوره ولري بيايې کاګل کوم، بيانو هغه دی چې مميز پاک وي اوښه بازار لري“.

خو دکابل ښار د وچې مېوې دمنډوي يو دوکاندار، عبدالقدوس داسې وايي:

”په بازار کې معمولاً هغه مېوه چې ناپاکه وي او يانور شيان ورسره ګډ وي د پاکې مېوې په پرتله په ټيټه بيه خرڅېږي.

نو له همدې امله موږ د ورځې په سلګونو منه پاکه مېوه بهرنيو مارکېټونو ته صادروو چې، دا کار د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې ستر رول لري“.

ناچاوده توکيد ابادۍ غږ
ماينونه او د خلکو خبرول
د کبانو خواړهدآبادۍ غږ
دکبانو خواړه
يوه ناوې چې په جبر وديږېد ابادۍ غږ
جبري ودونه
د آس ساتونکید ابادۍ غږ
د څارويو خواړه
سپين سرې ښځهدابادۍ غږ
زاړه خلک
د هاوان ناچاوده ګولۍد ابادۍ غږ
په ودانيوکې د ناچاوده توکو کارول
وړه نجلۍد آبادۍ غږ
د کوچنيوالي ودونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>