|
ابادۍ غږ: دمړي پر مهال لګښتونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې بيلابيل رواجونه شته، او دا رواجونه په ډيرو سيمو کې توپير سره لري، په دې رواجونو کې يو دود دادی چې کله په يو کور کې مړی وشي، نو دمړي کورنۍ اړ ده چې دجنازې له پورته کيدو سره سم، جنازې ته راغلو لسګونو او کله کله ان سلګونو کسانو ته په هماغه ورځ ډوډۍ ورکړي. دا کار د افغانستان د لوګر، غزني، پکتيا، پکتيکا او کنړ په ولايتونو کې ډير رواج لري، خو د دې علت څه دی چې ځيني خلک، سره له دې چې ډيري يې غريب او بې وسه دي، خو بيا هم اړ دي چې راغلو خلکو ته څاروي حلال کړي، ديګونه بار کړي او هغوی ته په داسي يوه ورځ چې له کور نه يې جنازه پورته شوي وي، ډوډۍ ورکړي؟ په دي اړه دافغانستان د بيلابيلو ولايتونو اوسيدونکي مختلف نظريات لري. د کابل ولايت د موسايي ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمد يوسف وايي: ((زما په نظر دا يوازې سيالې او شريکې ده، که يو خان دا کار وکړي، نو سبا يو غريب هم راپورته کيږې،
د ولس له شرمه په پور پيسې اخلي اوپه خپل مړي پسې خيرات کوي)) نور محمد د ارزګان ولايت اوسيدونکی وايي: ((که خيرات ونه کړي، بيا کليوال پيغور درکوي چې ده بې غيرته خپل مړی ونه پاله، نو له دې امله ځيني خلک اړ دي چې دمړي په لومړی ورځ په سلګونو خلکو ته ډوډۍ ورکړي)) دکابل ولايت دچهاراسياب ولسوالۍ اويدونکی محمد نبي يو بل نظر لري: ((که خيرات ونه کړي، نو هغه ميلمانه چې جنازي ته راځې، هغه خو د نورو کليوالو په ډوډۍ نه عذرکيږې، د مړي کور مجبور دی چې ډوډۍ ورته پخه کړي)) عبدالصمد د پکتيا ولايت دځاځيو دولسوالې اوسيدونکې وايي: ((زه د دې توان لرم چې په خپل مړي پسي خيرات وکړم، ځکه نو بل څوک نه پريږدم چې ماته ډوډۍ راوړي او دا زما لپاره ننګ دی))
ډير خلک دسيالې له مخې دمړي په لومړېو ورځوکې زيا ت لګښتونه کوي، خو همدغو لګښتونو ځينې خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي، دلوګر ولايت اوسيدونکی امان الله وايي: ((کله مې چې پلار مړ شو، نو له ماسره پيسې نه وې چې دبدرګې خيرات يې وکړم له بل کليوال نه مې پور واخيست او دغه لګښت مې ورباندې وکړو. بله ورځ هغه سړي رانه خپلې پيسي غوښتې او له ماسره نه وې، په بدل کې مې ورته خپله درۍ بيسوې ځمکه په پور کې ورکړه او داکار مې ددي لپاره کړي دي چې سبا بيا راته خلک پيغور رانه کړي چې په خپل پلار پسي يې خيرات ونه کړو او دهغه مړی يې ونه پاله)) خو په ځينو سيمو کې بيا دود دی چې کليوال د مړي له کورنی سره په دي برخه کې مرسته کوي د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ اوسيدونکی ادم خان وايي: ((کله چې زمونږ په کلي کې مړی وشي، نو تر څلورو ورځو پورې کليوال د مړي کور او فاتحې ته راغلو کسانو ته ډوډۍ وروړو او د مړي کورنۍ لګښت ته نه پريږدو.))
خو د همدي ولسوالۍ بل اسيدونکی شيرمحمدرسولي وايي: ((مونږ ددې لپاره دا کار کوو چې د مړي کورنې په خپل غم کې وي تر څوخپله دعا او فاتحه په سمه توګه واخلي او دا زمونږ يو دود دی چې دمړي په کور کې تر څلورو ورځو پورې ان چای هم نه څښو)) خو داسلام دين په دي برخه کې څه حکم کوي؟ مولانا محمد صديق (مسلم) وايي: ((د اسلام له نظره په لمړيو ورځو کې په مړي پسې ډير لګښت او خيراتونه اصراف دی. تر دريو ورځو پورې بايد د مړي په کور کې اور بل نه شي اوکه څوک د نوم ايستلو لپاره خيرات کوي او يا د خيرات لپاره په پور پيسې اخلې نو دا کار مردود دی. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||