|
دابادۍ غږ: د انګورو پيوند | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان ډېری وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې له دې لارې دځان او کورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيداکوي. خوهغه خلک چې په غرنيو سيموکې ژوندکوي، له دغو محصولاتو څخه بې برخې دي. د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ يواوسېدونکی ګل اقا وايي: ”موږ په داسي يوه سيمه کې ژوند کوو چې ډېره ښه اوبه او هوا لري، خو شاوخوا ټول غرونه او زراعتي ځمکي لږې دي چې زموږ دبې وزلۍ يو لوی دليل همدغه د زراعتي کموالی دی“. دغه ډول دبدخشان ولايت ډېری وګړي هم په غرنيوسيموکې ژوند کوي خو هغوی د خپلو برياليو تجربو له لارې په دې توانېدلي چې دځان لپاره دروزۍ او حاصلاتو يوه منبع پيداکړي. دوی دنورو حاصلاتو ترڅنګ د وحشي انګورو له تاکونوڅخه چې د ”ديوتاک“ په نوم يادېږي انګور په لاس راوړي. د بدخشان ولايت د تګاب کشم ولسوالۍ يو اوسېدونکی فخرالدين وايي: ”زموږ سيمه غرنۍ ده، چې د کښت لپاره جوړه نه ده، خو له نېکه مرغه چې زموږ په سيمه کې د وحشي انګورو تاکونه ډېر دي. موږ دغه تاکونه پيوندوو او بيا دنورو تاکانو په شان ډېر خواږه انګورکوي. زموږ دسيمې ډېرخلک دغه تجربه لري چې وحشي انګور اهلي کوي او دا تجربه ډېره بريالۍ ده. د يوتاک يوخو داچې په اهلي انګورو پيوندېږي، بله ښېګڼه يې داده چې لږو اوبو ته اړتيا لري، ان داچې که بيخي اوبه هم ورته و نه رسېږي، نه وچېږي او پرخپل وخت انګور کوي. که تاک تازه کېنول شي، په څلورو کلونوکې مېوه کوي او هغه تاک چې په ديوتاک پيوندشي يوکال وروسته انګور کوي.
د کرني وزارت د نباتاتو د تر ويج دڅانګې مسئول، غلام محمد بادغيسي په دې اړه وايي: ”د يوتاک يا د بل هر نبات پيوند چې وي، ګټور کار دی. په دې مانا که دچار مغز نيالګی کېنوو اته کاله وروسته مېوه کوي اوکه هغه پيوند کړو څلورو کاله وروسته مېوه کوي“. دافغانستا په نورو سيمو کې هم خلک دپيوند تجربه لري. د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ يو بزګر چې شاه ولي نومېږي، وايي: ”موږ دا تجربه لرو چې د اغزي په بوټي کې دخټکي زړی ايږدو او پيوندوو يې چې بيا له اغزي څخه خټکي په لاس راوړو. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||