BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:03 گرينويچ 2008 ,05 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: د کبانو ښکار

ښکار شوي کبان
په عام ډول د هر شي ښکار د دولت لخوا تر پنځو کالو پوري بند دی.
دافغانستان د ولسمشر حامد کرزي په (٥٣) ګڼه فرمان کې راغلې چې د پنځو کلونو لپاره ښکار بند دی، خو ځينې خلک لا اوس هم په لاسي بمونو، باروتو او جنرېټرونو په وسيله دکبانو ښکار کوي.

دوی داسي فکر کوي چې ګواکي دا دکب نيوني اسانه لارده، خو دځينو څېړنو له مخي يوازي په روان کال کې په بغلان، لغمان، ننګرهار او کنړ ولايتونوکې له دغې لارې (١٣) د مرګ ژوبلې پېښي شوي دي.

خو داچې ولي د دې کار له امله خلک له مرګ ژوبلې سره مخامخ کېږي؟

دکنړ ولايت دڅوکۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکې ناصر داسي وايي: “ما غوښتل چې لاسي بم سيند ته ور واچوم.

کله چې مې د بم کيلي تاوکړه، نو بم سيند ته تر لوېدو مخکي زما په لاس کې وچاودېد او ښی لاس مې پرې شو“

د بي بي سي راډيو ديوه راپور له مخي په بغلان ولايت کې هم له دې امله يوه خونړۍ پېښه شوې ده.

دغه پېښه د روان لمريز کال دميزان دمياشتې پر (١٠) نېټه دبغلان ولايت د زاړه ښار په سيمه کې وشول.

 کله چې مې د بم کيلي تاوکړه، نو بم سيند ته تر لوېدو مخکي زما په لاس کې وچاودېد او ښی لاس مې پرې شو
ناصر

کب نيوونکو غوښتل چې دکبانو دښکار لپاره سيندته لسي بم ور واچوي.

خو بم سيند ته تر رسېدو مخکي وچادېد چې له امله يې څلور نفره مړه او دوه نور ټپيان شول.

د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ يو اوسېدونکی سيد اغا هم له دغسي يوې پېښې سره مخامخ شوی دی، دی وايي:

”ما په تاري خلته کې د صابون دچکيو په شکل باروت واچول او اور مې ور واچاوه چې، سيند ته يې ګوزار کړم، خو خلته سيند ته ونه رسېده او زما په مخ کې ولوېده.

زه زړه نا زړه شوم چې سيند ته يې ګوزار کړم کنه، په دې وخت کې کڅوړې ته ورنږدې شوم چې کڅوړه وچاودېده، نور په ځان نه يم پوه شوی، يو وخت ګورم چې په روغتون کې پروت يم.

د مخ کاسې مې درد کاوه او بدن مې ټول په وينو ککړ و، اوس ډا کټران راته وايي چې ستا له ورانه څخه غوښه پرې کوو او مخ ته يې در اچوو. دا زما خپله ناپوهي وه چې له داسي يوې ستونزي سره مخ شوم“.

کبان او کب نيوونکي
 کله چې خلک په دغو شيانو دکبانو ښکارکوي نو دکبانو هګۍ له منځه ځي او د غټو کبانو ترڅنګ د هغوی واړه بچي هم مړه کېږي چې، دا يو ډېر بې رحمانه قتل دی.
نادر اکبري

ډېر خلک په دې باور دي چې ددغسي پېښو لوی علت په کورونو کې دمهماتو ساتل او په بازارونوکې د باروتو پلورل دي چې هر څوک يې په اسانۍ رانيولای شي.

دلغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د کندي اوسېدونکی هدايت داسي کيسه کوي:

”زما ورور غوښتل چې د جنرېټر دشارټونو له لاري په سيند کې کبان ونيسي، دی خپله لڅې پښې دسيند پر غاړه ورته ولاړ و.

ښاخۍ يې دسيند په استنادي دېوال کې ايښې وه او دښاخۍ په غاښونو کې د جنرېټر مزي بند کړي وو، کله چې يې جنرېټر چالان کړ نو زما ورور برق ونيو او ځای پرځای مړ شو“.

دننګرهار ولايت دکبانو د روزنې مسئول سيد نادر اکبري وايي: ”يو خو په عام ډول د هر شي ښکار د دولت لخوا تر پنځوکالو پوري بند دی اوبل په بمونو، باروتو اوجنرېټرونو دکبانو ښکار د هغوی نسل له منځه ځي.

کله چې خلک په دغو شيانو دکبانو ښکارکوي نو دکبانو هګۍ له منځه ځي او د غټو کبانو ترڅنګ دهغوی واړه بچي هم مړه کېږي چې، دا يو ډېر بې رحمانه قتل دی او خلک بايد دغه کار و نه کړي“.

د اسلام له نظره د کبانو ښکار
کبان
 ديو ژوندي شي نسل ورکول په شريعت کې جايز نه دی، لکه په جنرېټر او بم دکبانو ښکار کول چې په دې ډول يې نسل له منځه ځي.
مولوي نصير

په ولسي جرګې کې دبدخشان ولايت استازی حاجي اورنګ وايي:

”ما د تګاب کشم په ولسوالۍ کې ليدلي چې مخکي به خلکو د لاسي بمونو او جنرېټر په وسيله دکبانو ښکار کاوه.

نو ددې لپاره چې نسل يې ورک نه شي زموږ دسيمې سپين ږيرو پرېکړه وکړه چې نور به د کبانو ښکار نه کوي.
دهمدې سيمي يواوسېدونکی مو لوي نصير وايي:

ديو ژوندي شي نسل ورکول په شريعت کې جايز نه دی، لکه په جنرېټر او بم دکبانو ښکار کول چې په دې ډول يې نسل له منځه ځي.

خدای تعالی ( ج ) فرمايي: ”ما په ځمکه کې هر څه ستاسي دګټې لپاره پيدا کړي دي“.

يو تن بزګر د بزغلې اچولو لپاره پټی جوړويابادۍ غږ
قوري يا بزغلې اچول
دمړي پر مهال خيراتونهابادۍ غږ
دمړي پر مهال لګښتونه
د انګورو پيوند دابادۍ غږ
د انګورو پيوند
ښکار کوونکیابادۍ غږ
دوحشي ژويو او مرغانو ښکار
دنشو پرېښودلدابادۍ غږ
دنشو پرېښودل
د ځنګلونو ساتنه دابادۍ غږ
د ځنګلونو ساتنه
سره مميزدابادۍ غږ
د مميزو بازار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>