|
دابادۍ غږ: ځوانان او د واده غوښتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هر ځوان هلک او نجلۍ هيله لري چې واده وکړي او په دې ډول کور جوړ کړي. د دې ترڅنګ مور او پلار هم هيله لري چې د خپلو اولادونو د ودونو غم وخوري. خو يو شمېر ځوانان بيا له خپل مور او پلار څخه په زوره هم ودونه غواړي. دوی يا مخامخ له هغوی څخه دغه غوښتنه کوي او يا په داسي کارونو لاس پورې کوي چې د واده غوښتلو مانا لري. يو ځوان چې د خپل نوم له اخيستلو ډډه کوي، د خپل ورور کيسه داسي کوي: ”(١٧) کاله کېږي چې زما ورور پر يوې نجلۍ مين دی او هر وخت وايي چې ماته دغه نجلۍ راوغواړئ. خو پلار مې وايي چې بايد دی لومړی خپلې زده کړې بشپړې کړي چې، د معاش خاوند شي بيا به واده درته وکړو، خو دی دغه نظر نه مني او له څه مودې راهيسي يې کور پرې ايښی او مرور دی“.
خو هغو هلکانو چې په کم عمر کې يې ودونه کړي اوس يې ژوند څنګه تېرېږي؟ د فراه ولايت يو اوسېدونکی نصرالله وايي: ”ما په (١٧) کلنۍ کې واده کړی دی، په هغه وخت کې مې ژوند ښه و، خو اوس له خپل ژوند څخه راضي نه يم، ډېر ځورېږم“. دلغمان ولايت يو اوسېدونکې عبدالرسول وايي: ”زما زوی د ښوونځي په نهم ټولګي کې و چې، د واده غوښتنه يې راڅخه وکړه. ما ورته وويل چې تر اوسه لا کوچنی يې، د خاوند او مېرمنې په حقوقو نه پوهېږې او کوم عايد هم نه لرې. يو څه وخت صبر وکړه کله چې دې زده کړې بشپړې کړې، عايد دي پيدا کړه بيا به واده درته وکړم، ده هم زما خبره ومنله او قناعت يې وکړ“. خو هغه هلکان چې عمر يې واده کولو ته برابر وي او پر کورنۍ زور راوړي چې واده ورته وکړي، له څه ډول ستونزو سره مخ کېږي؟
يوه مېرمن چې نه يې غوښتل خپل نوم بي بي سي راډيو ته ووايي، داسي وويل: ”زوی مې له ما سره ډير بد چلند کاوه او زه يې دې ته مجبوره کړم چې پيسي پور او واده ورته وکړم. اوس چې له واده څخه يې څو کاله تېرېږي، مايې د واده پورونه نه دي ادا کړي او له دې لارې ډېره ځورېږم“. خو د بلخ ولايت يواوسېدونکی عبدالفتاح بيا وايي: ”زموږ دکلي هلک چې ځوان شي نو د واده په اړه يې څه ستونزه نه لرو. ځکه چې موږ په خپل کلې کې دا دود لرو چې، يو تر بله اقتصادي مرسته سره کوو او دغه مرسته وړيا ده. موږ د دې کار لپاره د مرستو يو صندوق لرو چې هره مياشت پکې پيسې اچوو او بيا له دغو پيسو څخه په مړي او ژوندي کې کار اخلو.“ |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||