BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ابادۍ غږ: خلک او د پلونو جوړول

پل
پلونه له دريابونو او اوبو څخه د تيريريدو لپاره ښه وسيله ده.
دتېروڅوکلنوجګړو په بهير کې د افغانستان ډېر پلونه نړېدلي او خراب شوي دي. که څه هم ځينې پلونه بيرته جوړ شوي خوځينې يې لا اوس هم وران، ويجاړ پاته دي.

داچې دپل نشتوالی خلکوته څه ستونزې پېښوي، دکابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ يو اوسېدونکی اغابهادر په دې باب وايي:

” زموږ په کلې کې داسي څوځايونه شته چې ورڅخه تېرېدل ډېر مشکل کار دی، خلک مو هم دومره وس نه لري چې پل ورباندې جوړ کړي او دولت هم تراوسه په دې باب څه نه دي کړي“.

خو د کلو پراختيا د وزارت وياند اجمل پيمان په دې باب وايي : ” موږ د عادي پروګرامونو له لارې تر اوسه( ١٠٢) اود ملي پيوستون د پروګرام له لارې ( ٢٧٠) پلونه رغولي دي .

ټول کليوال سره راټول شولو او د خپل کلې پل مو په خپلو پيسو جوړ کړ.
اغا بهادر

دغه ډول مو ( ٣٨٠) واړه پلونه ( پلچکونه ) جوړ کړي او د نورو پلونو د جوړولو کار روان دى“.

خو په ځينوځايونوکې خلک د دولت په تمه نه دي کېناستلي، بلکې پخپله يې د پلونوپه رغولو پيل کړى دى.

دبېلګې په ډول د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ يو اوسېدونکی، دلاور وايي : ” زموږ دکلي پل وران شوی و او موږ له ډېرو ستونزو سره لاس اوګرېوان وو.

ډېر تاوان به رارسېده، زراعتي محصولات مو بازارته پر خپل وخت نه رسېدل، ناروغ به مو پر وخت روغتون ته نه شو رسولی، بيا ټول کليوال سره راټول شولو او د خپل کلې پل مو په خپلو پيسو جوړ کړ“.

د بدخشان ولايت دکشم تګاب دخمبک دسيمې اوسيدونکو هم څو پلونه په خپله جوړ کړي دي. ددې سيمې يو اوسېدونکی، محمد وايي :

پل
د جوړو شويو پلونوساتل ضروري کار دی.

” موږ په خپلوشخصي لرګيو د خپلې سيمې پلونه جوړ کړل. دغه پلونه ډېر مقاومت لري، ان داچې درندې لارۍ هم ورباندې تېرېدلای شي“.

دپلونو، سړکونو اوداسي نورو عام المنفعه ځايونوکار، يوازي په جوړولو اورغولو پای ته نه رسېږي ، بلکې وروسته هم ساتنه او څارنه غواړي.

دکاپيسا ولايت يواوسېدونکی ملا محمدجان وايي :” موږ د انسانانو،څارويو اوکوچنيوموټرو لپاره يوکوچنی پل جوړ کړ.

اوس يې ښه څارنه اوساتنه کوو او لوی موټرونه نه پرېږدو چې ورباندې تېرشي.

ماين او بوټید ابادۍ غږ
بوټي وهل او دماينونو خطر
ټرکټرد ابادۍ غږ
زراعتي کوپراتيف
دخوښيو پر مهال هوايي ډزې د ابادۍ غږ
دخوښيو پر مهال هوايي ډزې
ناوېدابادۍ غږ
ځوانان او د واده غوښتنه
د کبانو ښکار د ابادۍ غږ
د کبانو ښکار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>