|
د ابادۍ غږ : بوټي وهل او دماينونو خطر | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کليو اوبانډو ډېری خلک د ژمې لپاره دسونګ په بوټو پسې دښتو او غرونو ته ځي چې دتېرو څوکلنوجګړوله امله په ځينودښتوکې ماينونه او ناچاوده توکې د خلکو ژوند تهديدوي. دملګرو ملتونو دماين پاکۍ نړيواله اداره يا ( UNMACA ) په دې باب وايي: ” موږ تر اوسه پورې په سلوکې ( ٦٠) ځمکې له ماينونو اوناچاودو توکيوڅخه پاکې کړي دي چې د پاتې ځمکو ډېره برخه غرونه اودښتونه دي. ” د تېرو ( ١١) مياشتو په بهير کې د بوټو راوړلو پرمهال ( ٢٨ ) کسان ټپيان او( ١٠) مړه شوي دي. په دغوساحوکې داسي سيمې هم شاملي دي چې، نه سروې شوي او نه هم په نښه شوي دي. دبېلګې په توګه هغه دښتې اوغونډۍ چې پخواهلته جګړې شوي او يا نظامي مرکزونه وو، د ماينونو اوناچاودو توکيو امکان ډېر دی“. خوبياهم ځينې خلک هغو دښتوته په بوټو پسې ځې چې هلته دماينونو او ناچادو توکو د خطر امکان موجود وي. دننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ يو اوسېدونکی رحمان وايي : ” موږ يو دوې مياشتې وړاندې له غره څخه بوټي راوړل، پنډونه مو برابر کړل او غوښتل مو چې دکور پر لور روان شو، زه مخکې او ملګری مې راپسي وچې، په دې وخت کې مې يو درز واورېده. په دوړو کې مې په خپل ملګري پسې منډه کړه، نور زه هم په ځان پوه نه شوم. کله چې په سدکې راغلم، نوګورم چې په روغتون کې يم او پښه مې پرې شوې ده “. دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ يو اوسېدونکی سيد انور وايي : ” ما کولنګ راواخيست او د يوه بوټي ريښه مې په ووهله چې په دې وخت کې ماين راباندې وچاودېد، هم مې مخ ټپي شو او هم مې يوه سترګه ړنده شوه“. دننګرهار ولايت دکامې ولسوالۍ يو اوسېدونکی شهباز وايي :” موږ دوه وروڼه په بوټو پسي ولاړو، کله چې مو بوټي وکړل، نو په دې وخت کې ما وسپنه پيداکړه او ورورته مې ورګوزاره کړه.
کله چې وسپنه زما دورور مخ ته ولوېده نو وچاودېده چې ورسره زما ورور ځای پرځای مړ شو“. خوځينې خلک له دې سره سره چې له غرونو او دښتوڅخه بوټي راوړي ځانونه يې له دغه خطرڅخه خوندي کړی دی: دلغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ يو اوسېدونکي اکاخېل وايي : ” موږ چې کله په بوټو پسي ځو، نوله هغوځايونوڅخه بوټي راوړو چې موږ ته رامعلوم وي. که چيري دکومې سيمې په اړه معلومات و نه لرو، نو له خلکو څخه پوښتنو. کله چې ښه ډاډه شولو، نو بيا په بوټو وهلو پيل کوو“. په دې باب په کابل کې د ماين پاکۍ د نړيوالې ادارې د عملياتو مسئول صديق راشد وايي :” هغه خلک چې له دښتو، غونډيو او شاړو ځمکو څخه بوټي راوړي، بايد د سيمي په اړه معلومات تر لاسه کړي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||