|
د ابادۍ غږ: دخوښيو پر مهال هوايي ډزې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په ځينو سيمو کې له پخوا داسي يو دود دی چې، د کوژدې، واده، ماشوم زېږېدلو اوداسي نورو خوښيو پر مهال هوايي ډزې کوي چې، دغه ډزې کله ناکله د ناوړو پېښو سبب کېږي. يوه څېړنه ښيي چې يوازي په (١٣٨٦) لمريز کال کې دافغانستان په ختيځو ولايتونو کې د خوښيو پرمهال دډزو له امله دمړينې نهه پېښې شوي دي. دافغانستان په نورو ولايتونو کې هم دې ته ورته پېښې شوي دي، دلوګرولايت دمحمد اغې ولسوالۍ يو اوسېدونکې انځر ګل وايي: ”زما د ورور واده و، کله چې مو ناوې راوستل او پر تخت موکېنوله، په دې وخت کې ما له غاړې څخه کلاشينکوف راکښته کړ او ډزې مې وکړې. په دې وخت کې کلاشنکوف راڅخه کښته شو، مخامخ مې دورور ترڅنګ مور په کټ کې ناسته وه چې څومرمۍ پرولګېدې او ځای پر ځای مړه شوه.
په کور کې ژړاوي شروع شوې او ښادي مو په غم واوښته“. د لغما ن ولايت د الينګار ولسوالۍ يو اوسېدونکي هم له دغسي يوې پېښې سره مخامخ شوي دي: ” زه ديو کليوال کوژدي ته بلل شوی وم. کله چې مو دسمال د خسر له کوره راواخيست، په دې وخت کې له يوتنکي زلمي سره کلاشينکوف و او ډزې يې وکړې. څو مرمۍ راغلې زما پر پښو ولګېدې چې دادی اوس په دواړو پښو معيوب يم. د زابل ولايت يو اوسېدونکی چې دنوم له اخيستلو څخه ډډه کوي وايي: ”د نهو لوڼو (لورګانو) وروسته مې يو زوی پيداشو، لور مې راغله او پر مايې زېری وکړ چې بابا زوی دي پيداشو. ما له خوشالۍ څخه منډه کړه، ټوپک مې راواخيست او ډزې مې وکړې، په دې وخت کې يوشپون چې په دښته کې يې مالونه څرول زماپه ګولۍ ولګېد اومړ شو. اوس هغه دښمني راپاتې ده او له وطن څخه ورک يم“.
په کابل کې د کورنيو چارو د وزارت امنيتې معين، منير منګل په دې باب وايي: ”دغه ډول ډزې باالکل منع دي، که ددغو ډزو له امله کومه مړينه يا ژوبله وشي نوهغه څوک يې مسئول دی چې، ډزې يې کړي دي“. د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ وزير ټټنګ د سيمې يو اوسېدونکی ګل محمد وايي: ”زموږ دسيمې خلکو پرېکړه کړې ده چې، دخوشالۍ پر مهال به ډزې نه کوو. دا پرېکړه مو هم کړې ده چې که چا له دې پرېکړې څخه سر وغړاوه، نو (٥٠) منه وريجې او يو غويی به ناغه ورکوي. څه موده مخکې يوه سړي له دې امله ډزې وکړې چې په کورکې يې زوی زېږېدلی و، دکلي مشرانو دغه سړی راوغوښت او ناغه يې ځنې واخيسته. ترهغه وروسته بيا زموږ په سيمه کې دغسي ډزې نه دي شوي“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||