|
دابادۍ غږ : زلزله او د کورونو مقاومت | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان ځينې سيمې دزلزلې په سيمه کې پرتې دي چې اکثره وختونه زلزلې په کې کېږي او خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه ور اړوي . که څه هم دزلزلې وړاندوينه ستونزمن کار دی، خود کورونو دمقاومت لپاره ځينې لارې چارې شته. د تخارولايت د فرخار ولسوالۍ يو اوسېدونکې ګل محمد وايي: ” که وغواړو يو داسي کور جوړ کړو چې دزلزلې په وړاندې مقاومت ولري، نو ډېر ګران راته لوېږي“ . خودهمدي ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی نورالله بيا وايي : ” زلزله يو ډېر خطرناک افت دی خو موږ داسي څه په وس کې نه لرو چې له زلزلې څخه ځانونه په وساتو“ . خويوساختماني انجنېر حبيب الله په دې اړه وايي : ” دکورونولپاره بايد خلک لومړی ښه ځمکه وټاکي، ښه مواد استعمال کړي اوپه ديوالونوکې يې لرګي يا کتيبې وکاروي . خوهغه سيمې چې تل زلزلې په کې کېږي بايد خلک يې کومې خبري په پام کې ونيسي؟ دکاپيسا ولايت يو اوسېدونکی، نورعلي وايي : ” موږ چې کور جوړوو، لومړی ورته ښه بامقاومته ځمکه ټاکو، له غرونواوسيندونوڅخه يې ليري جوړوو، ځکه کله ناکله له بارانو نو سره سېلابونه راځي او زلزلې هم کېږي. ښايي غر راباندې راوښويېږي اويا د سيند اوبه راپورته شي چې، په دې وخت دکور نړېدو امکان ډېر دی“ د همدې سيمې يو بل اوسېدونکی عبداباسيط وايي :” دکور بنسټ ډېر ضروري دی. تهداب بايد په ځمکه کې يونيم متر ژور جوړ شي او ( ٧٠) سانتي متره سور ولري.
بايد دېوال يې له ځمکې څخه په ډبره، يويا يونيم متر راپورته شي او کلکې تيږې په کې وکارول شي“ . خو انجنېر نوري بيا بلې خبري ته هم اشاره کوي او وايي : ” کله چې زلزله وشي، بايد خلک دخپلو کورونو ديوالونه وګوري، که کوم درز په کې پيداشوی وي، بايد ترميم يې کړي “ . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||