|
ابادۍ غږ: د ميرمنو زده کړه "ستاسې ايميلونه" | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زده کړه او تعليم د ډيرو ستونزو مخه نيسي اوس چې پسرلي نږدې دی، په سړو سيمو کې به د ښونځيو دروازې پرانستل شي او زده کونکي به يو نوی تعليمي کال پيل کړي. خو په افغانستان کې داسې کورنۍ ډيرې دي چې نجونو ته د زده کړي اجازه نه ورکوي. بي بي ګله همداسې يوه ميرمن ده. دا وايي: " زما کورنۍ ښوونځی ته تګ بد ګاڼه او نه يې غوښتل چې جينکۍ درس ووايې، ځکه ما هم ښونځی نه دی لوستی او اوس له سواد څخه محرومه يم. يوه ورځ مې خپل زوی د واکسين لپاره کلنيک ته بيولای و . د هغه د واکسين د کارت پر ځای مې د لور کارت راسره وړی و ، ډيره ستړي شوم او بيرته راغلم . د مور او پلار ليک مې چې راشي، نه يې شم لوستلای او په بل چايې لولم. که سواد مې درلودی نو داسې به نه کيدل ". ځينې خلک بيا واِيي چې ښونځی ليري دی، نو له همدې امله نه غواړي چې لوڼې يې ښونځي ته لاړې شي ، خو دا ستونزه دهواري لارې چارې لري . په دې اړه د ميدان ښار يوه اوسيدونکې قندي ګله وايي : "له موږ څخه ښونځی ليرې دی. ځکه مې د کور يوه کوټه د کلي نجونو ته خلاصه کړه. اوس د کلي ډيرې نجوني زموږ په کور کې درس وايي. نجونې هم بايد په دې هڅه کې وي چې ځانونو ته د زده کړو زمينه برابره کړي او هغوی ته قناعت ورکړي چې د دوی د زده کړو مخه نيسي." خو زده کړه او تعليم د نجونو په ژوند کې څه اغيزه لري؟ ميرمن شکريه په دې اړه وايي : " زما کورنۍ زده کړه راباندي وکړه او ګټه يې داده چې اوس کولای شم خپلو ماشومانو ته ليک، لوست ور وښايم ."
خو د اسلام له نظره د ښځو زدکړو ته په کومه سترګه کتل کيږي؟ دل اغا د حضرت محمد (ص) د يوه مبارک حديث يادونه کوي: "د علم زده کړه په هر مسلمان نارينه اومسلماني ښځې فرض ده ." زده کړه د ميرمنو لپاره ډيره ګټه لري. د علم له برکته کولای شي چې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د ښې راتلونکې په اړه فکر وکړي . د ميرمنو د زده کړې په اړه ستاسې بريښناليکونه عبدالغياص او عبدالغفران - قيبرس محمد فضل (بغلان) - انگليستان سور گل پښتون - لندن کلاب جان - کابل حميدالله حميد زه د خپلو ټولو افغانانو خويندو او ورونو څخه هيله کوم چې زده کړې تر سره کړي ځکه چې زده کړه د راتلونکى ژوند د روښانه کولو يواځنۍ لاره ده او دا يواځې په نارينه نه کيږي دا د ښځو او نارينو په گډو هڅو سره کيږي ځکه چې يوه با سواده مور خپل اولاد په ډير ښه توگه سره تربيه کولى شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||